کور / تازه خبرونه / ناڅرګندو کسانو د نجونو ښوونځي په بمونو والوزاوه

ناڅرګندو کسانو د نجونو ښوونځي په بمونو والوزاوه

د خوست والي وياند خبير پښتون  وايي چې د ناڅرګندو وسله والوكسانويوه ډله د دغه ولايت د عليشېرو په سرحدي سيمه كې د قدموپه نوم د نجونو يوه ښوونځي ته ورغلي او هلته يې په ودانۍ د ننه دوې بمي چاودنې كړې چې له امله يې دوې درسي خونې په بشپړ ډول له منځه تللي او شپږو نورو يې هم زيانمنې شوې دي. نوموړي وويل چې دا وداني د حمل په مياشت كې د ولايتي بيارغونې ډلې لخوا د يولك او دېرش زره امركايي ډالرو په لګښت جوړه  شوې وه او دا مهال تر دووسوو پورې نجونوپكې زده كړې كولې.


بل لورته د خوست د يعقوبيو ليسې ودانۍ او سړك په منځ كې هغه مهال بمي چاودنه وشوه چې له سيمې څخه د ناټو ځواكونو يوكاروان تېرشو، او له امله يې يو لس كلن زده كوونكى ووژل شو، وروسته د ناټ، هوايي چورلكو هغه يوتن ووژلو چې له سيمې څخه په منډه و.