کندهاراو هلمند دبریښنا څخه بې برخي دي

اسدالله زړه سواند | جون 3rd, 2014


په هلمند او کندهار ولایتونو کي خلګ د بریښنا د نشتون څخه سرټکوي
دغه کسان وايې د څو کلونو را په دېخوا د بریښنا د جوړېدو ژمني ورکول کیږي،خو تر اوسه يې په عملي برخه کی کوم دپام وړ څه ندي لیدلي
چارواکي وايې د بریښنا د دو توربینونو د خرابوالي او امنتي ستونزو له امله ډېری سیمي د بریښنا څخه بې برخي سوي دي
دکندهار او هلمند ولایتونو بریښنا د کجکي له بند څخه تولدیږي،چي دا مهال ددې بند دوه فعال توربینونه له کاره لویدلي دي
د هلمند د بریښنا رئیس انجینر فیض الله وايې له تیرو دریو اونیو را په دې خوا په کجکي بند کي د بریښنا دوه توربینونه له فعالیته لویدلي دی،چي د هلمند ترڅنګ کندهار ولایت هم له بریښنا څخه بې برخي سوي دی
په خبره ،چي درې ځلي يې دغه توربینونه جوړ کړي ،خو بیا هم له فعالیته ولویږي
نوموړي وايې بلخوا بیا امنتي ستونزي هم ددې سبب سوي ،چي ډېری سیمي د بریښنا څخه بې برخي سي
په همدې حال كې دکندهار او هلمند اوسیدونکي وايې د بريښنا د نشتوالي له امله له گڼوستونزوسره مخ دي اوله دولت څخه غوښتنه كوي ،چې په دې برخه كې کوټلې ګامونه پورته کړي
هغوي وايې هر وخت د بریښنا د جوړېدو ژمني ورسره کیږي،خو په تیرو ۱۲ کلونو کی يې هیڅ د پام وړ پرمختګ نه دي لیدلي
دیادولو ده،چي تیر کال بیا په همدي وخت کې دنږدي یوې میاشتي لپاره بریښنا مزي وسله والو طالبانو پري کړي وو چې دخلکو په منځګړیتوب يي بیا ستونزه هواره سوه.
ځیني سرچینې وايې ،ددې لپاره ،چي وسلوال طالبان د بریښنا مزي پرې نه کړي ،د ځینو سیمو د بریښنا محصول د طالبانو لخوا ټولیږي،او هغوي پرې خپل فعالیتونه کوي.

Copyright Larawbar 2007-2024