زابلۍ میرمني په ټاکنو کې پراخ ګډون کوي

د لراوبر اداره | جون 3rd, 2014


دزابل ولایت میرمنې ډاډورکوي چې دټاکنو په دوهم پړاو کې به دهرډول ګواښ
سره په ټاکنو کې په پراخ ډول ګډون وکړي، دوی وايي ښځو ته کار زمینې
برابرولوترڅنګ به دښځو دحقوقو دپاملرنې په موخه یووړنوماند ته رایه ورکړي
ترځو میرمنې داوسني بدحالت څخه وژغورل سي.
دوی همدارز وايي ټاکنې یومهم رکن دی او باید خلګ پکي په پراخ ډول ګډون
وکړي ترځوهیواد مودپرمختګ او دناخوالو څخه وژغور سي.

بل لورته بیا دزابل امنیه قومندان مل پاسوال غلام سخي روغ لیونی ډاډورکوي
چي دټاکنو ددوهم پړاو دپاره يې میرمنو ته دامنیت په موخه ځانګړې
پروګرامونه ترلاس لاندي اچولي دي ترڅومیرمنې په ازاد ډول په ټاکنو کې
پراخ ګډون وکړي.

په زابل کې امنیتي چارواکي پداسي حال کې دټاکنو ددوهم پړاو دامنیتي
تدابیرو دنیولو خبرورکوي چي پدې وروستیو کې ددې ولایت په بیلابیلو برخو
کې دامنیتي چارواکو لخوا دوسله والو مخالیفینو په وړاندي چاڼیز عملیات
پیل سوې دي.

Copyright Larawbar 2007-2024