کور / رسنۍ / ملي احساس ورځپاڼه وتړل شوه

ملي احساس ورځپاڼه وتړل شوه

ملي احساس ورځپاڼې چې له تېرو درې نيمو کلونو په پرله پسې ډول په خوست کې
چاپ شوه خو وروسته له ١٠٠٠ ګڼو د ځينو ستونزو په اساس د باصلاحيته بورډ
په مشوره ورځپاڼه په مجله بدله شوه، او غواړو له دې وروسته د مجلې له
لارې خپله مبارزه ژوندۍ او جاري وساتي.
ملي احساس ورځپانې د خپل درې نيم کلن بهير په ترڅ کې په هېواد کې د نافذه
قوانينو په چوکاټ کې د حقايقو راڅرګندولو، ملي يووالي د ټينګښت، ځمکنۍ
بشپړتيا ساتنې، د سولې، پرمختګ، بيارغونې، د شخړو د هواري، د خلکو او
دولت ترمنځ د واټن راکمولو او ختمولو همدا ډول نورو بې شمېره مثبتو
اهدافو لپاره مبارزه وکړه او د خپلو هېوادوالو په ځانګړي ډول د يادې
ورځپاڼې د دوستانو او مينه والو په مرسته يې په هره ګڼه کې داسې مواد
خپاره کړل چې د عامه اذهانو د تنوير سبب وګرځي.
دا چې له دې وروسته د ورځپاڼې بڼه مياشتنۍ مجلې ته واوښته له خپلو په
هېواد کې د قلم له خاوندانو، دوستانو، مينه والو او لوستونکو هيله کوو چې
د تېر په څېر په خپلو مادي او معنوي مرستو زموږ د مجلې لمن هم ژوندۍ او
ښېرازه وساتئ.
په درنښت