د کندهار پوهنتون استادانو اعتصاب کړى

اسدالله زړه سواند | جون 9th, 2014


د کندهار پوهنتون د ښووني او روزني پوهنځى لسګونو استادانو ددې له امله په اعتصاب لاس پوري کړى، چي د پوهنتون رئيس ورسره سپک چلند کړی دئ.
ستونزه وروسته له هغه رامنځته سوې ده، چي د پوهنتون يوه استاد تبديلي غوښتل او د پوهنتون رئيس حضرت مير توتاخېل يې غوښتنه رد کړې ده.
ويل کېږي، چي اوس د ښووني او روزني پوهنځي استادان د توتاخېل د سپک چلند په غبرګون کي د محصلينو ازموينه نه اخلي.

دغه استادان وايې ناحقه غیر حاضر سوي،وهل سوي او سپکي سپوري ورته ویل سوي دي
هغوي وايې د لایحې خلاف غیر حاضر سوي او ترې استلامونه هم سوي دي
دوي وايې تر څو چي د لوړو زده کړو وزارت ددوي د حق پوښتنه ونه کړي،نو اعتصاب ته به دوام ورکړي
خو د کندهار پوهنتون رئيس حضرت مير توتاخېل بیا نوري څرګندوني کوي : ( څو کاله وړاندي مو د کندهار پوهنتون په بوديجه څلور تنه کوريا، امريکا او هند ته د ماسټرۍ لپاره واستول، خو بيرته نه راغلل، په داسي حال کي، چي دا د کندهار حق وو، چي بايد دوه کاله يې محصلينو ته زده کړي ورکړى واى، دوى ته دوه کاله د امريکا د سفارت څخه دوه زره ډالر ورکول کېده، د پوهنتون معاش يې کور ته لېږل کېده او علمي رتبه يې هم واخيسته. اوس د رستم سنګروال په نوم يوه استاد هم ورته لوبه ورسره کوي، هغه درې کاله مخکي مالزيا ته د انګليسي ادبياتو په برخه کي د ماسټرۍ لپاره ولېږل سو، دوو کالو ماسټري يې په درو کالو کي وکړه او (٦٠ ) زره ډالره پرې مصرف سوه، خو اوس وايي، چي لغمان ته تبديلي اخلم، خو ما يې مخالفت وکړ، ځکه دا د کندهاريانو په حق کي جفا ده، دى بايد دوه کاله دلته زده کړي ورکړي، دغه استاد ما ته د پارلمان غړي او چارواکي واسطه کړي دي، خو زه هيڅکله نه غواړم، چي د کندهار سره جفا وکړم.)
توتاخېل زياته کړه، چي د ياد استاد د تبديلي وروسته نن سهار استادان راغلل، چي په دې اړه خبري راسره وکړي، ناڅاپه د انګليسي ډيپارټمنټ يوه استاد سلطان محمد ستانګزى د زور خبري پيل کړې او نن سهار يې څو تنو د ازمويني د نه اخيستو ګواښ وکړ.
دده په وينا، چي په پوهنتون کي د امتحاناتو کمېټه سته او امتحانونه اخيستل يې پيل کړي دي

Copyright Larawbar 2007-2024