کندهار:دککړچاپیریال له امله اندیښنې

اسدالله زړه سواند | جون 9th, 2014


ږغ مو پورته کړئ خو د بحر سطحه مه لوړوئ

دا د چاپیریال ساتني د نړیوالي ورځي شعار دئ،چي په ټوله نړۍ کي تر همدې شعار لاندي ولمانځل سوه

په کندهار ولایت کي ډېری کسان د چاپیریال ساتني له ګواښ څخه خوندي ندي ،په دې اړه باید کوټلي ګامونه پورته سي

دا څرګندوني د چاپیریال ساتني د ورځي د لمانځ غونډي په مراسیمو کي وسوې

دغه ورځ د کندهار پوهنتون،چاپیریال ساتني،ښاروالي،عامي روغتیا او who ادارو لخوا ولمانځل سوه،او دچاپیریال د ککړوالي له امله پر سته ګواښونو يې اندیښنه څرګنده کړه

دکندهار پوهنتون رئیس ډاکتر حضرت میر توتاخیل وايې په نړۍ کي د پاک چاپیریال لپاره زیات لګښتونه کیږي او د دولت ترڅنګ عام خلګ د چاپیریال په ساتنه کي ډېر رول لوبوي،خو په افغانستان په ځانګړي ډول بیا په کندهار کی هر څه برعکس دي

دده په خبره دولت په دې اړه باید خلګو ته عامه پوهاوي ورکړي،فابریکي او صنعتي پارکونه دي له ښاره لیرو سیمو ته ولیږل سي او ددې په څنګ کي د ځنګلونو د وهلو په جدي ډول مخنیوي وسي.

دکندهار چاپیریال ساتني ادارې چارواکي هم په دې ولایت کی د چاپیریال د ککړ والي له امله اندیښنې لري

ددې ادارې استازي حاجي لال شاه وايې په کندهار کي لاهم د ریکستان ولسوالۍ کي ځنګلونه وهل کیږي،ښار ته څېرمه کرهڼيزی سیمي په ودانیو تبدیلي سوي او ددې ترڅنګ د ښار په منځ کي لوی او کوچني فابریکې،چي خټین لوښی او ګچ جوړوي د چاپیریال په وړاندی له لویو ننګونو څخه شمېرل کیږي

باید وویل سي،چي هر کال د ککړ چاپېریال له كبله په زرګونه کسان په ډول ډول ناروغیو اخته او یو شمېر نور بیا خپل ژوند له لاسه ورکوي. د چاپېریال ساتنې ملي اداره وايي، که په هېواد کې د چاپېریال ککړتیا په همدغه ډول دوام وکړي، نو لویې ستونزې به را منځ ته کړي.

دا په داسې حال کې ده چې په ۲۰۱۳ میلادي کال کې د نړیوال روغتیايي سازمان یوې پلټنې وښوده چې هرکال د کورنۍ ککړې هوا له کبله ۳.۵ ملیون وګړي مري او له کور بهر د چاپېریال د ککړتیا له کبله ۳.۳ په سلو کې کسان ساه ورکوي

Copyright Larawbar 2007-2024