کور / خبرتیا او پيغامونه / د بدلون او دوام د ملاتړغونډي پريکړه ليک(برمنګهم)

د بدلون او دوام د ملاتړغونډي پريکړه ليک(برمنګهم)

بسم الله الرحمن الرحیم
د بدلون او دوام ټیم د ملاتړ غونډه چې د انګلستان میشتو افغانانو لخوا د برمنګهم په ښار کې تر سره شوه خپل پریکړه لیک په لاندې ډول اعلانوې.
د بدلون او دوام ټیم د مشرتابه محترم حضور ته
اسلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
د بدلون او دوام ټیم د ملاتړ غونډه چې ۰۸/۰۶/۲۰۱۴ تر سره شوه ددغه ټیم کړنلاره د محترمو استادانو،سیاستپوهانو،لیکوالانو،ځوانانو او محصلینو او قومي مشرانو له خوا تاید شوه او د غونډۍ ګډونوالو په یو غږ سره ددغه ټیم کړنلاره د افغانستان د راتلونکي لپاره د ملې وحدت،پرمختګ،له نړۍ سره د پتمنو سیاسی،تجارتی او کلتوري اړیکو د ټینګښت په لار کې زموږ د هیواد د راتلونکئ لپاره یو نوې او مثبت حرکت او پیغام وګڼلو ، د غونډۍ د نظارت کمیسون چې له استادانو،روشنفکرانو،محصلینو،لیکوالانو،ځوانانو، سیاستپوهانو،او قومي مشرانو جوړ شوې و د ښاغلې عبدالله د ټیم کړنلاره او پیلان هم تر ژور بحث او غور لاندې ونیوو خو دبدلون او دوام د ټیم کړنلاره او جوړښت هم ډیر ډیر مثبت او هم کاملآ ملې و نو ځکه مونږه انګلستان میشتو افغانان په ننې غونډه کې پریکړه کوو چې د ښاغلی اشرف غنی احمدزی په مشرې د بدلون او دوام ټیم ملاتړ اعلانو.
مونږ د غونډې ګډونوال به سرله همدا نن افغانستان، پاکستان،او ایران کې خپلو کورنیو او دوستانو سره اړیکه ټینګوو چې د بدلون او دوام ټیم د ملاتړ لپاره له خپلو کارډونو سره د رایه ورکولو په ورځ مراکزو ته ځانونه ورسوئ ، په میړانه او مسؤلیت سره خپله رایه وکاروئ او د ځان او خپلو خلکو او هیواد لپاره ښه راتلونکئ وټاکئ .
هغه خلک چې کارډ نلري هغوي دې د ثبت مرکزونو ته ورشئ او کارډ دې تر لاسه کړی.
د چا دوستان او خپلوان چې کرایه او د تګ راتګ، څښاک او خوراک مصارف نه لري هغوي ته به موږ خپله مالی مرسته ورلیږو تر څو د ملې مسؤلیت د اداکولو وړتیا او توان پیدا کړي.
د غونډۍ هغه ګډونوال چې ټولنیزې میډیا ته لاسرسي لري هغوي به د ټاکنو تر پایه ډیر مسؤلانه، اخلاقی،مثبت او ګټور کمپاین پرمخ بیايې او نورو سیاسی شخصیتونو او ګوندونو سپکاوې به نکوي او د هغوي د هر راز انسانی حقوقو درناوي به کوي تر څو مونږ و کولائ شو نورو ته وښیوو چې د بدلون او دوام ټیم یو با مسؤلیته اواهلکار ملې ټیم دی.
د دغه ټیم له بریالیتوب وروسته د غونډې برخوالو غوښتنه دا دې چې انګلستان کې د افغانانو له حقوقو ساتنه او د ستونزو د اسانی لپاره برمنګهم ښار کې د یوۍ کونسلګرۍ جوړیدل په پام کې ونیسي د افغانستان د سفارت او میشتو افغانانو ترمنځ یوه ښه هماهنګي او د ګډ تفاهم او مشورې فضاء قایمه کړي، د کابل او انګلستان ترمنځ د اړیکو د پراختیا لپاره هواي پل چې د مسافرو افغانانو لپاره خپل هیواد ته د سفر په وخت کې آسانتیا رامنځ ته شي او مخامخ خپل هیواد ته لاړ شي همدا ډول په تعلیمی او تجارتی برخه کې د پام وړ جدي اقدام وکړئ.
د ملې وحدت او پرمختللې افغانستان په هیله
ژوندی دې وي افغانستان
ژوندې دې وي زمونږ ملې وحدت
مړه دې وي د افغانستان پټ او ښکاره غلیمان
په درنښت
د غونډې فرهنګې او مطبوعاتی څانګه
۲۰۱۴/۰۶/۰۸