کور / سياسي / ملي ېووالې څنګه منځ ته راځې؟

ملي ېووالې څنګه منځ ته راځې؟

د ملې ټکي د ملت څخه اخیستل شوې، او ملت د یوه هیواد اوسېدونکو ته وایې.
د ملت په تعریف کې د یوه خاص قوم د نوم ذکر ندې شوي، نو ویلې شو چې، ملت د ګڼ شمیر اقوامو د یوالې نه منځ ته راځې.

د نړې هیوادونه د جغرافیې موقیعت له مخې د ځمکې پر مخ پراته دي، او څرګند توپیرونه د افریقأ، امریکأ، اسیأ، اروپأ او استرالیأ د اوسیدونکو تر منځ شته، خو په عمومې ډول ټول د یو آدم اولاده ده او انسانان دي، تش فکرې، ژبنې، عقیدوې، نژادي، جغرافیائې او ځنې نور لوي او واړه توپیرونو لرې.

تیرو وختونو کې نړیوالو د همدې توپیرونو پر بڼسټ تر پیړیو، پیړیو یو بل سره جنګونه کړې او یو او بل سره ئې وژلې دي. اوسمهال دا هیوادونو دي پایلې ته رسیدلې چې پر دي وړو خبرو نور خپل سرونه و نه خوږوې او د خپل ګډ هدف پر لور چې، اقتصادې پیاوړتیا ده یو ځاې او یو موټې کار وکړې.

د دي هیوادونو له ډلې نه که امریکأ ته وګورو نو د نړی هغه لوې هیواد دي، چې د نړې د هر ګوډ خلک پکې ژوند کوې. تور پوستې نژاد خلک د امریکا اصلې اوسیدونکې ندي. ټول تور پوستې د افریقأئې هیوادونو او سويلې امریکأ هیوادونو نه امریکأ ته پخوا کډوال شوي وو. چې د کډوالو دا ډله به د امریکأ د اصیلو اوسیدونکو لخوا تل ځورول کېده. دا لړې تر نولسمې پیړې پورې غځول شوې وه، او تل به تور پوستې سره نا انسانې چلند کیده.

د نولسمې پیړي په سر کې امریکایانو دي ته پام شو چې موږ هسې خپل وخت په بې ځایه خبرو ضایع کوؤ، نو له همدې ورځې ئې د تبعیض په نوم عمل ته پاي ټکې کیښود، او د ګډو اهدافو په لټه کې شول، چې د هیواد هر وګړې د امریکأ غښتلتيأ ارمان وو. د همغهې ورځې نه ټولو امریکایانو لاس یو کړ، چې د ګډو هلو ځلو له برکته اوسمهال د امریکأ نوم د غښتلو هیوادونو په سر کې لیکلې دي، او د نړې مشر لالا بلل کیږې.

په ورته وخت کې جرمنانو د برلین هغه دیوالونه چې ورور ئې د ورور نه بیل کړې وو، ونړول. اروپأ خپل سرحدونه له منځه یووړل، ټولو د یوې کرڼلارې پلې کول خپل هدف و ټاکه، او د پرمختیأ، اقتصاد او بیا هم اقتصاد تر نامه لاندې ګډ لاس په کار شول.

اوس که د افغانستان سیاسې څیرو ته وګورو ټول بحثونه ئې د نړې د هیوادونو برعکس پر ژبو او اقوامو را څرخې. واکداران که د دولت جوړښت تر بحث لاندې ونیسې نو د پیاوړې دولتداري بحث پر ځاې به خپل سر د قومي او ژبنې جوړښتونو خوږوې.

د تلویزونونو برنامي د قومي جوړښت او ژبې پر اساس جوړې شوي، چې نه مسلکې او نه تخصصې دي. د خبریالانو غږ او خبرې چې په هره ټولنه کې تر ډیره کچه اغیزه لرې، له بده مرغه زمونږه په هیواد کې د کومي مسلکې برنامو د لرلو پرته به قومې، سمتې او ژبنې اور ته لمنه وهې.

د هیواد د سوکالې او پرمختیأ لپاره کوم بحث اصلأ شتون نلرې.

ملي یووالې د ملت له ګدو هځو، برنامو او اهدافو نه منځ ته راځې. په افغانستان کې د هر قوم، ژبې، رنګ او سمت وګړې نه که وپوښتې چې څه غواړې؟
بي له شکه په یوه غږ به غږ کړې چې سوله، امنیت، ملي یوالي او روزګار غواړو.

اهداف مو یو دي خو څنګه ئې تر لاسه کړو؟

تر هر څه د مخه په یوه مورچه کې د ټولو اقوامو نه راټول شوي سرتیرې د امنیت د ټینګښت اوسولې لپاره اوږه په اوږه د یو غلیم پر وړاندې جنګیږې. چې دا پدي ډګر کې یو خوږ زیرې دي. خو د سیاست په ډګر کې د دي فرمول نه کار اخیستل د ګټو نه خڼډونه ډیروې. که بحث ملي یوالې وي، نو د افغانستان په ګوډ، ګوډ کې ملي یوالي د هر افغان په رګونو کې شتون لري او دا اوسنۍ زیږنده نده، بلکې د هیواد د جغرافیائې جوړښت له ورځې دا جوهر د افغانانو په وجود کې وو.

اوسمهال د هیواد په سیاسې ډګر کې د ملي یوالي د نوم نه ناوړه ګټه اخیستل او د غلتې لارې نه یووالې تر ډیره کچه شتون لري. د بیلګې په ډول؛ ملي یووالي پدي مفهوم ندي چې؛ یو د وچؤ مغزؤ خاوند د هیواد له یوې برخې اوچت کړه، بل بیسواد د بل خوا راوله، یو لیونې قاتل د بله کنجه له غوږونو راونیسه او ټول د وزارتونو په چوکې کینوه، تر څو ملي یووالي ټینګ شي! له بده مرغه، تر ډیره کچه د هیواد په نظام کې د سیاست د خاموالې له کبله دا نمونې لیدل شوي.

د افغانستان اوسنې سیاسې نظام ته په کتلو سره تر ډیره بریده غیر مسلکې کسان په لوړو چوکیو د ملي یووالي په نوم ګومارل شوي، چې برعکس د ملي یوالي او ملي ګټو پر وړاندې خڼډونه شوي.

د حل لاره؛

په افغانستان کې اوسمهال د هر یوه نژاد، ژبې، او قوم ځوانانو د تعلیم په ښکلې ګاڼه ځانونه سینګار کړي دي، او د پام وړ کدرونو او پوه کسان په هره قومي ډلګې کې شتون لرې.

که دا پوه، غښتلې او با تجربه اشخاص د یوه ریښتنې ملې رهبر تر مشرې لاندې راټول شې او کار وکړې، نو موږ به په رښتیأ سره داسې ملي یووالې ولرو چې د ملت غمخوره او ځواب ګویه به وي، نه یواځې په نوم ملي یووالې چې له ګټو ئې خطرونه ډیر دي.

افغانستان اوسمهال یوه پوه، متخصص، پیاوړې او غښتلې ارادي مشر دلمن سیورې ته تر هر څه ډیره اړتیأ لرې، تر څو د سیورې لاندې ئې په بنسټې ډول د ودانې تنکې نیالګې راشنه شې.