کور / تازه خبرونه / ولسمشر کرزي د افغانستان لپاره د روسیې له ځانګړي استازي سره وکتل

ولسمشر کرزي د افغانستان لپاره د روسیې له ځانګړي استازي سره وکتل

د افغانستان جمهوررئیس حامد کرزي د افغانستان لپاره د روسیې له ځانګړي استازي ضمیر کابلوف سره وکتل.
په دغه کتنه کې چې نن له غرمې مخکې په ارګ کې ترسره شوه، دواړو لورو د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو او د افغانستان د جمهوري ریاست د دوهم پړاو د انتخاباتو په اړه بحث او خبرې اترې وکړې.
د هېواد جمهوررئیس په دغه کتنه کې ټینګار وکړ چې د افغانستان نوی حکومت به له روسیې سره خپلو دوستانه اړیکو ته دوام ورکړي ځکه چې له روسیې سره اړیکې د افغانستان لپاره ځانګړی اهمیت لري.
په مقابل کې د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف وویل چې روسیه او افغانستان جغرافیایي نیږدیوالی او ګډې ګټې لري او د دواړو هېودونو ترمنځ د اړیکو پراختیا د روسیې لپاره اهمیت لري.