کور / تازه خبرونه / جمهوررئیس کرزي په پسرلنۍ مشاعره کې ګډون وکړ

جمهوررئیس کرزي په پسرلنۍ مشاعره کې ګډون وکړ

د افغانستان جمهوررئیس حامد کرزي، د سې شنبې په ورځ په هغه غرمنۍ میلمستیاکې ګډون وکړ چې په علمي او فرهنګي چاروکې د جمهوري ریاست د سلا کار وزیر د سرڅیړونکي زلمي هېواد مل لخوا د پسرلنۍ مشاعرۍ په مناسبت شاعرانو، لیکوالانو او فرهنګیانو ته د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې جوړه شوې وه.
د دغې میلمستیا په ترڅ کې پیرمحمد کاروان، عبدالغني هاشمي، هارون حکیمي، محمد زمان کلماني، فروزان خلیل یار، بازمحمد نایل، شفیقې خپلواک، قمرجان ریشچي، عبدالقدیر زرنجي، محمد نواز حقیقت، سید شاه سقیم، شفیقې بشارت، نرګس سروري، محمد امین متین اندخوي او قمبرعلي تابش د هېواد په بیلابیلو ژبو د پسرلي او هېواد په اړه خپل شعرونه ولوستل او د وروڼو ملیتونو ترمنځ یې د ملي یووالي پر لا ټینګښت ټینګار وکړ.
حامد کرزي په دغه مشاعره کې شاعران او لیکوالان وستایل ،وې ویل: په افغانانوکې په نورو برخو سربیره د شعر په برخه کې هم خورا ښه استعدادونه شته چې ځوان نسل په دې برخه کې لا ډیر ښه ځلیدلی دی.
جمهوررئیس شعر او ادبیات نړۍ ته د افغانستان د معرفي کولو په لاره کې مهمې وسیلې وبللې او ټینګار یې وکړ چې زموږ شاعران او ادیبان دې نړیوالو ته د افغانستان د پیژندګلوۍ لپاره په خپلو شعرونو او لیکنوکې د هيواد حقیقي څېره معرفي او له دې لارې دې د خپلې خاورې نماینده ګي وکړي.
د افغانستان جمهوررئیس له مشاعرې وروسته د هېواد دریو تنو ممتازو شاعرانو او ادیبانو پیر محمد کاروان، قمبرعلي تابش او متین اندخوي ته نغدي جایزې ورکړې.
دغه پورته خبر دارګ له مطبوعاتي دفتر څخه لراوبر ته را استولی سوی ؤ.