کندهار:دمور او ماشوم مړینه کمه سوې
دکندهار ولایت د مور او ماشوم د مړیني کچه راټېټه سوې او په دې برخه کي به نور هم هڅي سي وسي
دا څرګندوني د عامي روغتيا رئیس ډاکتر عبدالقیوم پخلا د خوندي مور د ورځي په یاد غونډه کي ددې غوندي برخوالو ته وکړې
ددې غونډي پر مهال دکندهارد صحي علومو له انسیتیوت څخه ۶۶ تنه محصلین هم فارغ سول
د غونډي په پیل کي د عامي روغتیا د وزیري ثریال دلیل پیغام چي د خوندي مور د ورځي په موخه يې لېږلی وو د ډاکتر عبدالقیوم پخلا لخوا ولوستل سو
په پیغام کي ددې ورځي د مبارکي ترڅنګ خوښی ښودل سوې،چي د تېر په پرتله د مور او ماشوم د مړیني په کچي کي ټیټوالي راغلي دي
په پیغام کي ویل سوي وه ،چي د یوې سروې له مخي په تېر کي په هر سل زرو امیدوارو ښځو کي ۱۶۰۰ يې خپل ژوند له لاسه ورکاوه خو اوس دا شمېر ۳۲۷ته راټیټ سوي دئ
د کندهار د عامي روغیتا رئیس ډاکتر عبدالقیوم پخلا بیا وايې د مور او ماشوم د مړیني د کچي د راټېټولو یوازني علت لیرو پرتو سیمو ته روغتیایی خدماتو رسول او د طبي پرسونل روزل یادوي
نوموړي وايې هڅه کوي،چي په لیرو پرتو ولسواليو کي روغتيایی سکتور قوي کړي،چي تر ډېره يې دا کار کړي دي
هغه وايې یوازی له څلورو ولسواليو پرته نور دکندهار په ټولو سیمو کي ښځینه قابلګاني لري.او دا لړۍ به نوره هم چټکه کړي
ښاغلي ډاکتر پخلا وايې فارغ کسان به په ولسواليو کي دنده اجراء کړي،تر څو په روغتيایی برخه کي ستونزي نوری هم حل او خلګو ته ښه روغتیایی خدمات وړاندي سي
دکندهارد صحي علومو د انسیتیوت مشره ډاکتر نسرین بارکزي وايې د صحي علومو د انسیتیوت د عالی نرسنګ د اومي دورې او د قابلګۍ د روزنیز پروګرام د نهمي دورې په لړ کي يې ۴۱ نرساناو ۲۵تنه قابلګاني روزني او فراغت لیونه ورکړي دي
د کندهار د صحي علومو د انسیتیوت د نرسنګ او قابلګۍ د څانګو فارغین وايې خوښ دي ،چي د فراغت اسناد يې تر لاسه کړي ،خو د عامي روغتیا د رياست څخه غواړي ،چي خلګو ته د خدمت کولو زمینه دي ورته برابره کړي،تر څو خپلي رنڅېدلي ټولني ته د خدمت جوګه وګرځي
باید وویل سي،چی دا مهال د کندهار په صحي علومو انسیتوت کي نرسنګ،قابلګۍ، فارمسي، او لابرتوار څانګو کي ۳۰۰ تنه محصلین په زده کړو بوخت دي.