کور / تازه خبرونه / ملي پوليس: په شاوليکوټ ولسوالۍ کي مو ٧ وسله وال مخالفين وژل

ملي پوليس: په شاوليکوټ ولسوالۍ کي مو ٧ وسله وال مخالفين وژل

دکندهار ولایت دمطبوعاتي دفتر په را استول سوې خبرپاڼه کښي لیکل سوي چي «د کندهار په شاوليکوټ ولسوالۍ کي د عملياتو پر مهال ٧ تنه وسله وال مخالفين وژل سوي دي.
د ملي پوليسو د تېرو ٢٤ ساعته عملياتو پر مهال د شاوليکوټ ولسوالۍ په کوندلانو سيمه کي ٧ وسله وال مخالفين وژل سوي دي. د وسله والو جسدونه تر ډېره په سيمه کي پاته ول.
دغه ملي پوليسو په ژېړۍ ولسوالۍ کي عمليات کړي چي د ٢٤ ساعته په جريان کي يې دوه د وسايطو ضد ماينونه يې کشف او شنډ کړي دي. ياد عمليات د ژېړۍ ولسوالۍ د قاري سليم کمپ په مربوطاتو کي سوي دي.
داراز د کندهار ښار د اوومي امنيتي حوزې په مربوطاتو کي شپېته عدده د ماين پټاکۍ کشف او شنډي سوي دي.
په کندهار کي تصفيوي عمليات په دي موخه پر لاري اچول سوي، تر څو انتخابات د امنيت په فضا کي ترسره او خلک له ډار پرته په ټاکنو کي ونډه واخلي. افغان امنيتي ځواکونه هڅه کوي چي د وسله والو ترهګرو شوم پلانونه له خنډ سره مخ کړي.«
وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.