رازق:طالبان دټاکنو د پروسې سره مرسته کوي
د هیواد په جنوب کي چارواکي وایي طالبان د ټاکنو د پروسې سره مرسته کوي
دغو چارواکو چي نن یې د یوې خبري ناستي پر مهال خبریالانو ته خبري کولې وویل چي ډېرو لیرو پرتو ولسواليو ته يې ټاکنیز توکي رسولي او د امنیت له اړخه ټول مرکزونه خوندي دي
هغوي وايې طالبان په ټاکنو کي برخه کي خو د ګاونډیو هیوادو د استخباراتو د لاس وهني په اړه يې اندیښنه څرګنده کړه
بلخوا د ټاکنو د خپلواک کمیسیون وايې د خلګو د هوساینی لپاره يې د رای په مرکزونو کي محلونه زیات کړي او ټولي تخنیکي ستونزي يې حل کړي دي
د جنوبي ولایتو چارواکي وايې طالبان نه یوازي چي د ټاکنو پروسه نه ګډوډوي بلکي خپله هم په ټاکنو کي ونډه اخلي
دکندهار امنیه قوماندان او د سویلی حوزې اوپراتیفی مسئول پاسوال عبدالرازق وايې داسي راپورنه يې تر لاسه کړي،چي ټول افغاني طالبان د ټاکنو په پروسه کي ونډه اخلي ،خو د بهرنیو هیوادونو د استخباراتي کړیو د احتمالي لاس وهنو په اړه يې اندیښنه وښودل
نوموړي وايې د ټاکنو په ورڅ به د افغانستان او پاکستان تر منځ د تګ راتګ دروازه هم بنده وي

د دوه سوه پنځم اتل قول اردو قوماند برید جنرال عبدالحمید حمید وايې ټول افغان ځواکونو ګډ امنتي پلان جوړ کړي او په ښار او ولسواليو کي يې خپل ځواکونو ځای پر ځای کړي دي
نوموړي خلګو ته ډاډ ورکوي،چي د امنیتي اړخه هیڅ تشویش ونه لري او په ډاډه زړه په ټاکنو کي ګډون وکړي
دکندهار د ټاکنو د خپلواک کمیسیون مشر عبدالهادي داوري وايې د تیرو ټاکنو څخه په زده کړه يې ښه چمتوالي نیولي،او دکندهار۶ لیرو پرتو ولسواليو ته يې د هوا د لاري ټاکنیز توکي رسولي دي
نوموړي وايې د خلګو د اسانتیا په موخه يې ټاکنیز محلونه تر زرو هم زیات کړي د
که څه هم امنتي چارواکي په جنوب کي د امنیتي تدابیرو د نیولو خبره کوي،خو په کندهارکي به د رایو ۱۰ په اروزګان کي ۱۳ او په زابل ولایت کي به ۳۶ د رایو مرکزونه د امنیتي ستونزو له امله تړلي وي.