کور / تازه خبرونه / کندهار امنيت شورا: د دويم پړاو ټاکنو لپاره ټول امنيتي ځواکونه پوره امادګي لري

کندهار امنيت شورا: د دويم پړاو ټاکنو لپاره ټول امنيتي ځواکونه پوره امادګي لري

د کندهار د امنيت شورا په اوونيزه امنيتي غونډه کي ټولو ګډونوالو په همدې ولايت کي امنيتي حالت د پخوا په پرتله سم وباله او د دويم پړاو ټاکنو پر مهال د ټولو امنيتي ځواکونو د پوره امادګۍ خبر يې وکړ.
د امنيت شورا ياده اوونيزه غونډه چي پکي د کندهار والي پوهاند ډاکټر توريالي ويسا تر څنګ مرستيال والي، د ملي امنيت رئيس، ٢٠٥ اتل قول اردو قوماندان، د لومړۍ لوا قوماندان، د امنيت امر، د سولي شورا رئيس، د يوناما نماينده، د عامي روغتيا رئيس، د ټاکنو د خپلواک کمېسيون رئيس او د ترافيکو مدير پکي ګډون درلود. د غونډي په لومړي سر کي کندهار والي پوهاند ډاکټر توريالي ويسا له ټولو امنيتي ارګانونو څخه له دې امله مننه وکړه چي د لومړي پړاو ټاکنو پر مهال يې په پوره مېړانه امنيتي چاري سمبال کړې وې چي له کبله يې هيڅ امنيتي پېښه رامنځته نه سوه.
والي ټينګار وکړ چي د افغانستان د جمهور رئيس د ٣٩-٤٠ فرمان پر اساس هيڅ امنيتي کس اجازه نه لري چي د يوه مشخص کانديد په ګټه د رايې محلونو ته دننه ورسي او د يوه مشخص کانديد په ګټه کار وکړي.
د غونډي په ترڅ کي د کندهار د عامي روغتيا رئيس ډاکټر عبدالقيوم پخلا ډاډ ورکړ چي د ټاکنو پر مهال به يې ټول کلينيکونه، ابولانسونه او نور ټول پرسونل پوره امادګي ولري.
ښاغلي پخلا زياته کړه چي اوسمهال ٣٧ عرادې امبولانسونه لري چي د کندهار ښار او ځينو ولسواليو په ګډون به د ټاکنو پر مهال امادګي ولري، نوموړي د ٤٢ نورو امبولانسونو په اړه هم يادونه وکړه چي د افغان امنيتي ځواکونو له خوا اماده سوي دي.
پخلا دا هم وويل چي د خلکو د اسانتيا لپاره به ځيني ټليفون شمېرې هم خپرې کړي چي خدای مکړه د امنيتي پېښي د رامنځته کېدو پر مهال راساً ورسره تماس ونيول سي او دوی ورته په عاجل ډول طب مواد ورسوي.
د غونډي پر مهال ټولو امنيتي ارګانونو ژمنه وکړه چي د لومړي پړاو ټاکنو په څېر به دا ځل هم په پوره مېړانه او سرښندنه امنيت ټينګوي تر څو ټاکني په سوله ييزه فضا کي تر سره سي.
په کندهار کي د ټاکنو د خپلواک کمېسيون مشر انجنير عبدالهادي داوري هم يادي غونډي ته د خبرو پر مهال په خپله برخه کي د ټولو امادګيو د بشپړېدو ډاډ ورکړ او يادونه يې وکړه چي د ټاکنو د خپلواک کمېسيون له خوا د ټول کندهار په کچه ١٠٧٨ محلونه ټاکل سوي او دا يې هم وويل چي دا ځل ٥٤ سيار بکسونه احتياطاً اماده سوي ، که چيري په کومه سيمه کي د رايو د کمښت او يا کومه بله ستونزه رامنځته سي ياد سيار بکسونه به په جاعل ډول هلته وړل کېږي.
ښاغلي داوري د افغان امنيتي ځواکونو لپاره د ټاکنو په پروسه کي د برخي اخيستني په اړه هم معلومات ورکړل او ويې ويل، د ټاکنو د خپلواک کمېسيون له خوا يې د افغان ملي اردو لپاره په ٢٠٥ اتل قول اردو کي درې د رايې اچوني محلونه ځای پر ځای کړي دي او تر څنګ يې د بنديانو لپاره په محبس کي هم دوه محلونه ځای پر ځای سوي دي.
د کندهار د برېښنا شرکت نماينده هم په خپل وار سره خبري وکړې او د ټاکنو پر مهال د کندهار ښاريانو ته په عادلانه او منظم ډول برېښنا رسول يې خپله دنده وبلله تر څو عام خلک په منظم ډول د ټاکنو پروسه د رسنيو له لاري تعقيب کړي.
د کندهار د امنيت امر هم په خپله برخه کي د غونډي برخه والو ته د امنيت د ټينګښت په اړه پوره ډاډ ورکړ او ويې ويل، پوليس يوازي د رايي مرکزونو د امنيت خوندي کولو دنده په غاړه لري او په هيڅ ډول به پرې نه ږدي چي پوليس دي د کوم مشخص کانديد په ګټه کار وکړي.
د غونډي په وروستۍ برخه کي د سولي شورا رئيس يو ځل بيا پر مرورو وسلوالو ږغ وکړ چي وخت غنيمت وګڼي، د سولې له پروسې سره يو ځای سي او د ټاکنو په پروسه کي ګډون وکړي.
پورته خبرپاڼه دکندهار ولایت مقام مطبوعاتي دفتر لراوبر ته را استولې وه.