کندهار:اوو ولسواليو ته د ټاکنو مواد هوا د لاري لېږدول کيږي

اسدالله زړه سواند | جون 13th, 2014


د کندهار د ټاکنو د خپلواک کمېسيون چارواکي وايي، چي ددغه ولايت اوو ولسواليو ته د لارې په اوږدو کي د ناامنيو له امله د ټاکنو مواد د هوا د لاري انتقالوي.

په دې برخه کي په جنوب کي د ٢٠٥ اتل قول اردو هوايي ځواک مرسته کوي.

د کندهار د ټاکنو د خپلواک کمېسيون رئيس انجنير عبدالهادي داوري وايي، چي د رايو ورکولو وروسته همدغه ځواک دنده لري، چي ټول د رايې صندوقونه بيرته مرکز ته انتقال کړي.

په جنوب کي د ٢٠٥ اتل قول اردو قوماندان تورنجنرال عبدالحميد حميد ( لراوبر ) ته وويل، چي په زابل او روزګان ولايتونو کي هم اړتيا ده، چي د رايو صندوقونه او مواد د هوا له لاري ولېږدول سي.

هغه زياته کړه، چي د لاري په اوږدو کي د ماينونو خطرونه سته او هم د هوا د لاري انتقال ژر ترسره کيږي.

د کندهار رېګستان، ښوراوک، غورک، ميانشين، خاکرېز، معروف او نېش هغه ولسوالۍ دي، چي لاري يې خراب او ناامنه دي او د هوايي ځواک پرته هلته تګ ناممکن دى.

Copyright Larawbar 2007-2024