د کندهار اوسېدونکي د شنبې د ورځي ټاکنو ته انتظار باسي

اسدالله زړه سواند | جون 12th, 2014


د کندهار اوسېدونکي وايي، چي د ولسمشرۍ د دوهم پړاو ټاکنو په ورځ به په ډله ايز ډول را ووزي او خپلې رايې به وکاروي.

دغه ټاکني د شنبې په ورځ ترسره کېږي، چي امنيتي ځواکونو ورته سخت امنيتي تدابير نيولي دي

د کندهار اوسېدونکو د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو په لومړي پړاو ټاکنو کي هم پراخه برخه واخيسته او دا ځل يې د دوهم پړاو ټاکنو لپاره هم تابيا نيولې.

تېر ځل د ولسمشرۍ په ټاکنو کي اته کانديدان سيالۍ ته ولاړ وه، خو يوه يې هم پنځوس جمع يو رايې خپلې نه کړې، نو دا ځل به دوه مخکښ کانديدان ډاکټر اشرف غني احمدزى او ډاکټر عبدالله عبدالله ته خلک رايې وکړي.

د کندهار اوسېدونکي وايي، چې هيڅ ستونزه به يې د رايې ورکولو په وړاندې خنډ نه سي او د شنبې د ورځي په ټاکنو کي به پراخ ګډون وکړي

په همدې مهال په کندهار کې د ټاکنو د امنيت د تامينېدو لپاره هڅې کړندۍ کړي دي.

د چهارشنبې د ورځې راهيسې امنيتي مجلس پرېکړه کړې، چې د ولسواليو څخه لوى او کوچني موټران ښار ته داخل نه سي او هم يې په ښار دننه کې د موټرسايکلونو او زرنجونو پر ګرځېدو بنديز لګولى دى.

خو د جمعې د غرمې وروسته به په ښار کې هم پر ټولو موټرونو پر تګ بنديز ولګولي.

د کندهار امنيه قوماندان جنرال عبدالرازق وايي، چې وسله وال به د ټاکنو د ګډوډولو هڅه وکړي، خو دوى يې په وړاندې چمتوالى نيولى او ټول پلانونه يې ور شنډ کړي دي.

هغه زياته کړه، چې خلک بايد د ويري پرته د رايې ورکولو مرکزونو ته ورسي او د خپلې خوښي وړ کانديد ته رايه ورکړي

د يادوني وړده، چې د ټاکنو په ورځ به په جنوب کې شل زره امنيتي سرتېرې د ټاکنو د امنيت خوندي کولو لپاره وګمارل سي، ترڅو د تېر په شان ټاکني په امن کې ترسره سي.

Copyright Larawbar 2007-2024