کور / تازه خبرونه / ایتلاف: دهلمند په سنګین کې ۱۵ طالبان وژل شوي دي.

ایتلاف: دهلمند په سنګین کې ۱۵ طالبان وژل شوي دي.

په باګرام کې د ایتلاف د ځواکونو له لوري لر او بر ویبپاڼې ته په راغلې خبرپاڼه کې لیکل شوي چې دغو ځواکونو د افغان امنیتي سرتیرو په ملتیا د هلمند ولایت د سنګین په ولسوالۍ وړمه ورځ ۱۵ وسلوال طالبان وژلي ، دوی وايي چې لومړی یې سرتیرو د ګزمې په مهال ولیدل چې یوه ډله ښځې او ماشومان خپل کلی پریږدي خبرپاڼه لیکي کله چې ددوی سرتیري دغې ډلې ته نیږدی ورغلل وې لیدل چې په دری کتارونو کې وسلوال طالبان ول طالبانو پری ډزی وکړی دوی وايي چې د ډزو په ځواب کې ایتلافي ځواکونو له وسلوالو طالبانو سره دوه ساعته نښته درلوده چې له امله یې ۱۵ وسلوال طالبان ووژل شول او ځایونه یې ویجاړ شول.