قومي مشران: د ولسمشر حامد كرزي ملاتړ كوو
کرزی: ډیورنډ کرښه نسته خپله دفاع نور دپولې هاغه غاړه کوو.
د پښتو ږغ دپاره دلته کليک وکړئ !
د دري ږغ دپاره دلته کليک وکړئ !
د پكتيا قومي مشرانو د جمهور رئيس حامد كرزي له پرونۍ څرګندونو څخه په كلكه خپل ملاتړ څرګند كړ.
قومي مشرانو نن ترغرمې مخكي په ګردېز كي يوه پراخه غونډه وكړه او ويې ويل چي افغانستان له پاكستان سره تل ښه ګاونډي توب كړى، خو پاكستان دئ چي د افغانستان په كورنيو چارو كي لاس وهنه كوي.
د پكتيا د ولايتي شورا رئيس مياخيل ځاځى وايي همدا افغانستان و چي له هند سره يې د پاكستان د جګړې پر مهال پوره بې طرفي ونيول په داسي حال كي له پاكستان سره د پښتونستان ستونزه هم پاته وه، خو افغانستان له هند سره د جګړې پر وخت پاكستان تر خوږ ګوته ټينګ نكړ او د ګاونډيتوب حق يې تر پښو لاندي نكړ.
يوه بل قومي مشر ګلام خان توتاخېل وويل د افغان جهاد پر وخت د پاكستان د هغه وخت ولسمشر جنرال ضياءالحق په زغرده ويل چي افغانستان د پاكستان سپر دئ، جنرال ضياء ويل كه افغانان نه واى، نو روسانو به وخت لا پاكستان لاندي كړى او هند ته به يې ځان رسولى واى، خو اوس پاكستان د افغانانو احسان هېر كړ او په افغانستان كي بې ځايه لاس وهني كوي.
په دې غونډه كي نورو قومي مشرانو، محمدرحيم څارنوال، سرور خان منګل، جنت خان منګل او نورو كسانو هم دې ته ورته ويناوي وكړې.
څارنوال محمدرحيم وويل د تررويزم پر ضد تړون خو له امريكا سره پاكستان هم لاسليك كړى دئ، او امريكا پر افغانستان باندي هوايي بريدونه هم له پاكستان څخه كول، خو اوس بيرته هماغه كسان له پاكستان څخه پر افغانستان بريدونه كوي.
قومي مشرانو ټولو د ولسمشر حامد كرزي له پرونۍ وينا څخه ټينګ ملاتړ وكړ چي ويل يې كه پاكستان افغانستان ته د طالبانو د را اوښتلو مخنيوى ونكړي، افغانستان حق لري چي تر ډيورنډ په ها خوا د خپل ځان ساتنه وكړي.