کور / کتاب / د خان محمد سيند د لنډو کيسو ټولګه (تماشه) چاپ شوه

د خان محمد سيند د لنډو کيسو ټولګه (تماشه) چاپ شوه


تماشه د پياوړي ليکوال خان محمد سيند د لنډو کيسو ټولګه ده چې په دې وروستيو کې، په کابل کې د قلم ټولنې له خوا د ١٠٠٠ ټوکو په شمېر په ښکلې بڼه چاپ شوې ده.


په دې ټولګه کې د ليکوال پنځلس لنډې کيسې راغلي دي، چې کتاب ټولټال ٩٦مخونه لري. مينه وال يې په کابل او پېښور کې له معتبرو کتاب پلورنځيو څخه ترلاسه کولاى شي.


خان محمد سيند د لنډو کيسو تر څنګ د ژورناليزم په ډګر کې هم ډېرې هڅې کړې دي.