زابل: موټر بم چاودنې ځلورو پولیسو ته مرګ ژوبله واړول
دزابل امنیه قومندان مل پاسوال غلام سخي روغ لیونی خبرورکوي چي نن ماښام څه باندي اوه بجې دمرکز کلات اړوند دپل سنګي په سیمه کي یوموټر بم ځانمرګې چي غوښتل يې کلات ښار ته داخل سي، دملي پولیسو لخوا تردرېدلو وروسته موټربم چاودنه کړې دیوه ځانمرګي په ګډون دوه پولیس وژل سوي او دوه نور ټپیان سوي دي.
ښاغلی روغ لیونی وايي ملي پولیسو دخلګو دامنیت ساتنې په موخه هرډول قرباني ته تیار دي اوهیچا به اجازه ورنکړي چي خلګو ژوند دخطر سره مخ کړي.
خووسله والو تردامهاله پدې اړوند څه ندي ویلي.