د پنجشیر او شاوخوا سیمو قومي او جهادي مشران له احمدضیا مسعود سره یوځای شول
د اصلاحات او همګرايي ټیم مشر او د جمعیت تنظیم کاندید عبدالله عبدالله اوس ورو، ورو یوازې پاتې کېږي، ځکه هغه مهم مشران چې عبدالله پرې حساب کوي، له تحول او تداوم ټیم سره په یو ځای کېدو دي.
د دغو کسانو له ډلې یو هم مشهور او پېژندل شوی امان الله ګذر دی، چې د عبدالله عبدالله ټیم پرې ډېر حساب کاوه، خو نوموړی نن له تداوم ټیم سره یو ځای شو.
هغه پنجشیري قوماندانان چې عبدالله پرې حساب کوي، په نن او سبا کې له احمد ضیا مسعود سره په یو ځای کېدو دي او دا لړۍ لا پسې دوام پیدا کوي.

دوی په اکثریت او قاطع ډول پر دې پوی دي او مني چې د اشرف غني احمدزي په مشرۍ تحول او تداوم ټیم دویم دور ټاکنې ګټلې دي او هر ډول خلاف عمل یې د قانون خلاف دی او کولای یې هم نشي.
دوی غواړي په راتلونکي حکومت کې د کار کولو چانس له لاسه ور نه کړي او ورځ تر بل بلې ډاکتر عبدالله عبدالله یوازې پاتې کېدونکی دی.
ددې ادعا لوی دلیل د نن ورځې هغه اخطار او کنفرانس دی چې نوموړي له ټاکنو خپلواک کمېسیون څخه خپل ناظرین اېستلي دي، په داسې حال کې چې نړیوالو بنسټونو او ولایتي ناظرینو یې ټاکنې شفافې بللې دي او د ثبوت لپاره یې په ټاکنیزو محلونو کې د رایو پر (ریزلشیټونو) د دوی لاسلکیونه دي.
د ټاکنو خپلواک کمېسون په دې اړه ویلي چې دوی به د نړیوالو او ملي ناظرینو تر څارنه لاندې د رایو شمېرنې ته ادامه ورکوي.