ملګرو ملتونو د عبدالله عبدالله څرګندونې وغندلې
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ویاند اري ګیتانیس د عبدالله عبدالله هغه څرګندونې غندلي چې نن یې په یوه خبري ناسته کې خبریالانو ته وکړې.
د ټاکنو په دویم پړاو کې د ګډون کوونکي اصلاحات او همګرايي ټیم مشر او د جمعیت تنظم کاندید عبدالله عبدالله وویل چی دوی نور د ټاکنو او شکایتونو اورېدلو له خپلواکو کمېسونونو سره هیڅ ډول رابطه نه لري.
نوموړي پر خپلو ناظرانو ږغ وکړ چې نور له نظارته لاس واخلي او خپلو انتخاباتي دفترونو ته ستانه شي.
عبدالله پر ولسمشر کرزي هم تور ولګاوه چې ګواکي په ټاکنو کې یې مداخله کړې.
عبدالله وغوښتل چې د دې کمېسون د دارلانشاه مشر ضیاالحق امرخېل دې له دندې ګوښه شي.
د ملګرو ملتونو ویاند د عبدالله عبدالله دا ګام وغانده او وې ویل چې د دوی لپاره حیرانوونکی و، ده وویل چې په دې اړه به له دواړو ټیمونو او د ټاکنو له خپواک کمېسون سره کار وکړي.
عبدالله عبدالله د دې پوښتنې په اړه ګونګ دریځ درلود که چیرې د ټاکنو خپلواک کمېسون د رایې شمېرنې ته دوام ورکړي او همدارنګه امرخېل له دندې لرې نه شي.
په افغانستان کې ډېرو خلکو، روشنفکرانو او ټولنو د عبدالله عبدالله دا ګام احساساتي او بې ځایه بللی او دا یې د افغانستان د څه د پاسه اوو میلیونو رایه اچوونکو او قربانیانو سپکاوی بللی دی.