کور / تازه خبرونه / د وسلوالو طالبانو يو مهم غړی د افغان امنيتي ځواکونو له خوا ونيول سو

د وسلوالو طالبانو يو مهم غړی د افغان امنيتي ځواکونو له خوا ونيول سو

د کندهار ولایت مقام په رالیږل سوې خبرپاڼه کښي لیکل سوی چي دکندهارد پنجوايي ولسوالۍ په موشان کلي کي د وسلوالو طالبانو يو مهم غړی د ملي امنيت د منسوبينو له خوا له يو شمېر وسلو سره يو ځای ونيول سو.
ياد کس چي عبدالستار نومېږي د کشفي راپورونو پر اساسي يې له وسلوالو طالبانو سره د يوه مهم او فعال غړي په توګه کار کاوه او په زيات شمېر بريدونو او نورو ترهګريزو فعاليتونو کي يې فعاله ونډه لرله خو د ملي امنيت د ويښو منسوبينو له خوا د يوه مخفي راپور په پايله کي د کندهار د پنجوايي ولسوالۍ په موشان کلي کي له دوه کړيو ماينونو، دوه شل ډزه توپکانو، دوه سوه بېلابېلو مرميو او پنځه سوه د کلاشنکوف مرميو سره يو ځای نيول سوی دی.
بل خوا تېره ورځ ماځيګر مهال د خاکرېز ولسوالۍ په اوشته ګردن سيمه کي د وسلوالو طالبانو له خوا د سړک غاړي د ښخ سوي ماين چاودني له امله يو ملکي سراچه موټر چلوونکی شهيد سوی.
دیادي خبرپاڼي له مخي د شاه وليکوټ ولسوالۍ په کوندلانو سيمه کي شپږو وسلوالو طالبانو د افغان امنيتي ځواکونو پر پوسته بريد کړی چي په پايله کي يې شپږ وسلوال بريد کوونکي وژل سوي خو ددولتي چارواکوپه وینا افغان امنيتي ځواکونو ته پکي هيڅ مالي او ځاني زيان نه دی اوښتی.
دې ته ورته د کندهار د ميوند ولسوالۍ په سور بغل سيمه کي وسلوالو طالبانو د افغان امنيتي ځواکونو پر يوه امنيتي پوسته بريد کړی، د مخامخ نښتي پر مهال د سيمي يوه څوارلس کلنه نجلۍ د وسلوالو په ډزو شهيده سوې او بريدکوونکي له سيمي په تېښته بريالي سوي دي.
وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.