دکندهاریانو غوښتني د نوي ولسمشرڅخه

اسدالله زړه سواند | جون 19th, 2014


د کندهار اوسېدونکي د راتلونکي ولسمشر څخه کومي غوښتنې لري؟

د کندهار اوسېدونکي وايي، چې د شنبې د ورځې په ټاکنو کې يې د بدلون لپاره ګډون وکړ او د راتلونکي ولسمشر څخه د خپلو ستونزو د حل غوښتنه کوي.

د برېښنا نشت، په دولتي ادارو کي د فساد اوج، بې کاري او کار و اهل کار ته سپارل د کندهاريانو لويې غوښتنې دي.

د کندهار اوسېدونکي، چې د غبرګولي د مياشتې پر ٢٤ نېټه يې د ولسمشرۍ په دوهم پړاو ټاکنو کې د ګواښونو سره – سره ګډون وکړ، د راتلونکي ولسمشر څخه د خپلو ستونزو د حل غوښتنه کوي.

د دولتي ادارو څخه د فساد ورکول، کار و اهل کار ته سپارل، د برېښنا جوړول، د کاري فرصتونو چمتو کول او د پوهني پياوړتيا د دوى مهمي غوښتني دي.

دغه وګړي، که څه هم د ولسمشر حامد کرزى ١٣ کلنه دوره د پرمختګ او سياسي ثبات د ټينګښت په برخه کې بې ساري بولي، خو وړاندېز کوي، چې د تېرو کلونو د لاسته راوړنو د ساتلو ترڅنګ دي افغانستان د امن او ثبات څخه برخمن کړي.

دا هغه ژمنې دي، چې خپله په دوهم پړاو ټاکنو کې ولسمشرۍ چوکۍ ته سيالو کانديدانو هم د عمل ژمنه ورکړې ده.

ډاکټر اشرف غني احمدزى د ټاکنيزو سياليو پر مهال کندهار ته د سفر پر مهال ويلي وه، چې د کندهار د وګړو د ستونزو د حل کيلي د برېښنا جوړول او د امنيت په ګډون د پوهني او روغتيا په برخه کې د ستونزو حل دى.

هغه ژمنه کړې وه، چې د همدې کارونو د ترسره کېدو ترڅنګ به کندهار په يوه سوداګر مرکز بدل کړي.

ددې ترڅنګ عبدالله د خپلو کمپاين کوونکو په مرسته د کندهار د خلکو سره د هر اړخيزو ستونزو د حل ټټر ټکولى وو.

خو دې ژمنو ته د عمل د جامې اغوستل وخت ته اړتيا لري او يوه مياشت وروسته له هغه به معلوم سي، چې د ټاکنو وروستۍ پايلې اعلان سي.

Copyright Larawbar 2007-2024