کور / تازه خبرونه / عوامي نېشنل ګوند دعملياتوملاتړ كړى

عوامي نېشنل ګوند دعملياتوملاتړ كړى

اسلام آباد: د پاکستان د دولتي خبري اژانس (اى پي پي) د خبرله مخې دعوامي نېشنل ګوند په شمالي وزيرستان كې د عملياتوملاتړ كړى اوڅرگنده کړې يې ده چې ٬د بې كوره شويو لپاره دې بكا خېل كې كېمپ جوړ كړل شي٬د ګرمۍ رخصتۍ کې بې كوره شوي په تعليمي ادارو كې ځاې كول ښه کاردى٬سيمه پرېښودونكو له دې د ټرانسپورټ آسانۍ وركړل شي۔ دا خبرې د اى اېن پي سناتور زاهد خان او سناتور افراسياب خټک د پارلمان څخه بهر خبري كنفرنس ته وکړى اوزياته يې کړه چې زمونږ ګوند په ٢٠٠٩ كې د سوات عملياتو لپاره پلان جوړ كړى چې له امله يې عمليات كامياب شوو۔ده ووئيل د صوبائي حكومت دنده ده چې د بې كوره شويو ستونزې حل كړي او چې كومو خلکو كورونه پرېښودل غواړي هغوي له دې د ځپليو سيمو څخه ويستلو له د ټرانسپورټ آسانۍ وركړل شي۔ده ووئيل تراوسه ټو ل خلک بې كوره شوي٬سناتور زاهد خان ووئيل بنو د خېبرپښتونخوا سيمه ده ځكه دې صوبائي حكومت د بې كوره شويو ستونزو ته پاملرنه وكړي۔ده ووئيل د عملياتو كاميابۍ له به د هغه ځاې زياتره خلقو مرسته ترلاسه كول وي۔ده ووئيل د ټولووسله والو پرضد دې بې توپيره عمليات وكړل شي او د ځپليو سيمو نه نورو سيمو ته پر تلونكو لارو دې سم پام وي