کور / تازه خبرونه / له شمالي وزيرستانه د خلکو د وتلو لړۍ روانه ده

له شمالي وزيرستانه د خلکو د وتلو لړۍ روانه ده

اسلام اباد: دبي بي سي دخبرله مخې په قبايلي سيمه شمالي وزيرستان کې د پوځ عملياتو له امله له سيمې د خلکو د وتلو لړۍ روانه ده او په تېرو څو ورځو کې نژدې ۷۰۰۰۰ کسان خوندي سيمو ته کوچېدلي دي.له شمالي وزيرستان نه ورکړای شوي معلومات ښيي، چې حکومت په ميرعلي او ميرانشاه کې ګرځبنديز نرم کړی او سلګونه کسان چې ښځې او ماشومان هم په کې دي نورو سيمو ته کډه کېږي.ځايي خلک وايي په ميرعلي او ميرانشاه کې د موټرو د نشتوالي له امله خلک چې ښځې او ماشومان هم ورسره دي پياده بنو او شاوخوا سيمو ته ورځي.پر همدې مهال د پېښور د والي د دفتر يوه لوړپوړي چارواکي ويلي په تېرو څو ورځو کې د هغو کسانو شمېر چې خپل کورونه يې پرېښي ۷۰زرو ته رسېدلی دی.ده ويلي يو شمېر کورنۍ د بکاخيل په سيمه کې په جوړ شوي کمپ کې ځای پر ځای شوي، چې په خبره يې دغلته د اغيزمنو شويو کسانو لپاره ټولې اسانتېاوې برابرې شوې دي.ځايي خلک وايي ډېری کسان د بنو، کرک، ډېره اسمعيل خان، کوهاټ، هنګو او نورو ولسواليو په لوري روان دي.بل خوا د طبيعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ايالتي ادارې مشر طاهر اورکزي ويلي ، بېځايه شويو خلکو ته د ايالتي او مرکزي حکومتونو له لوري د نغدي مرستو ژمنې ورکړای شوي دي.ښاغلي اورکزي ويلي ايالتي حکومت هرې کورنۍ ته د کور کرايې او د روژې په مياشت کې د مرستو د ورکړې اعلان کړی، چې کار به يې سبا پيل شي.دی وايي د خيبر پښتونخوا مشر وزير پروېز خټک بې ځايه شويو ته د روغتيا برابرولو په برخه کې ټولو اړوندو ادارو ته لارښوونه کړې ده.بل خوا د ميرانشاه او بکاخيل ترمنځ سړک باندې په يوه ترافيکي پېښه کې څلور بې ځايه شوي وژل شوي او ۲۰ نور ټپيان دي.چارواکي وايي په پېښه کې د وژل شويو کسانو جسدونه د بنو ولسوالۍ روغتون ته لېږدول شوي دي. په دوی کې ښځې او ماشومان هم شته.