خیمې شته خلک یې تښتېدلي
وروسته له هغه چې ولسمشرۍ ته د جمعیت ګوند کاندید عبدالله عبدالله د ټاکنو خپلواکو کمېسون او د شکایتونو اورېدلو کمېسون سره خپلې اړیکې پرېکړې، د ده او امرالله صالح ځینو کسانو له پرون ورځې په کابل کې وړوکي لاریونه پیل کړل.
دې لاریون کوونکو نن د شنبې په سهار د کابل دهمزنګ څلورلارې په منځ کې خېمه درولې وه چې وروسته د پولیسو او عامو خلکو له خوا لرې او د څلور لارې څنګ ته ودرول شوه.
د عبدالله عبدالله او امرالله صالح ملګري مازیګر مهال له دې خېمو څخه تښتېدلي او خیمې تشې ولاړې دي.
له دې خېمو څخه همدارنګه د ضیاالحق امرخېل هغه تصویرونه لرې کړل شوي دي چې سرې کرښې پر کش شوي وې.
د نن ورځې لاریونونو د کابل ښار په ډېرو سیمو کې ترافیکي ستونزې رامنځته کړې وې او د کابل ځینې ښاریان یې له کاره راګرځولي ول.
لاریون کوونکو په خپلو شعارونو کې کنځلی هم کړي او د ښاري ټیکسیانو شیشې یې ماتې کړي دي.