کور / سياسي / د ټاکنو خپلواک کمیسیون:دډاکټر عبدالله د غوښتني سره سم به ټاکني له سره پیل شي

د ټاکنو خپلواک کمیسیون:دډاکټر عبدالله د غوښتني سره سم به ټاکني له سره پیل شي

څنګه چي عبدالله عبدالله د ټاکنو خپلواک کمیسون په درغلیو تورن کړی ، خپلي اړیکي یې له هغوی سره ځندولي اوپه لاریونو او نورو ناوړه ګامونو یې ګواښلی ، نو اوس د ټاکنو خپلواک کمیسیون ریس ښاغلي نورستاني د عبدالله عبدالله غوښتنه ومنل او ویې ویل چي : د ټاکنو خپلواک کمیسیون د ښاغلي ډاکټر عبدالله عبدالله د غوښتني سره سم په کال ۲۰۱۸ کي چي ۱۳۹۷ هجري شمسي کال سره برابري کوي ، دولسمشریزي ټاکني له سره پیل کړي .

ښاغلي احمد یوسف نورستاني زیاته کړه : موږ به ټاکني په کال ۱۳۹۷ کي له سره پیل کړو ، خو د کال ۱۳۹۳ ټاکني به هغه څوک ګټي چي ډیري رایې یې خپلي کړي وي . د ټاکنو خپلواک کمیسیون به نه دولت ته ، نه ملګرو ملتونو او نه هم بلي کومي واکداره کړۍ ته اجازه ورکړي ، د ټاکنو په پالو کي ځان شریک کړي او یا د ټاکنو پایلې تر خپلو اغیزو لاندي راولي .

د ټاکنو د کمیسیون په وینا به پایلې هغه وخت ډاګیزي شي چي د افغانستان د ټول ولس رایې وشمېرل شي او هر نوماند چي زیاتي رایې تر لاسه کړي وې ، هغه به دا افغانستان ولسمشر وي .کمیسیون زیاته کړې،چي ملګري ملتونه،دولت اونور وړکسان کولای شي،چي دټاکنودڅیړنوپه بهیرکي برخه واخلي ،ولي دټاکنودپایلو پریکړه یوازي دټاکنودخپلواک کمیسیون سره ده.

په نظر کي وه چي د ټاکنو ۴۰ سلنه پایلي نن اعلان شي ، خو کمیسیون هغه وځندولي . که څه هم د ټاکنو د قسمي پایلو د اعلان ځنډول او اعلانول د ټاکنو د کمیسیون دنده ده ، خو دا ځل اعلان یو ناما پر غاړه اخیستی او ویلي یې دي چي تر څو د رڼو رایو شمیرل سرته نه وي رسیدلي ، د ټاکنود قسمي پایلو اعلان به و ځنډیږي
دخبر منبع: ټول افغانستان