ديموكراتان: بارك اوباما افغانستان ته ځي
د امريكا د جمهوري رياست انتخاباتو ته د ديموكراتانو كانديد بارك اوباما غواړي د افغانستان او عراق په اړه خپله راتلونكې پاليسي اعلان كړي.
بارك اوباما د دوشنبې په ورځ وويل غواړم د نومبر تر انتخاباتو دمخه افغانستان او عراق ته سفر وكړم او حالات له نيژدې وڅارم او وروسته به يې په اړه د خپل راتلونكي حكومت پاليسي اعلان كړم.
بارك اوباما چي تېره هفته يې خپلي ګوندي سيالي هيلري كلنټن ته ماته وركړه، له لومړنيو څېړنو څخه ښكاري چي په عامو امريكايانو كي يې تر خپل اصلي رقيب (د جمهوري غوښتونكو ګوند) له كانديد څخه دريځ پياوړى دئ، او د ډېرو په ګومان ښايي نوموړى تر ډبيلو بوش وروسته سپيني ماڼۍ ته د جمهور رئيس په توګه ننوزي.