کور / کیسه / وړياتليفوني واحدونه

وړياتليفوني واحدونه

نورګل ،نومى په خوست كې موچى دى ،نوموړى په پښوشل دى ،هرسهارپخپل درې پاييزبايسكل باندې دخپل موچيتوب كارلپاره خوست ښارته ځي ،دئ له خپلودوستانواوملګروسره دخپل ګرځنده تليفون له لارې دومره ډېرغږيږي چې په موچيتوب خويې خدايزده خرڅه (مصرف) پوره كړي ،هغې ته چې كله كوم يو ملګرى دتليفون زنګ ووهي دئ دخپل ملګري زنګ بندكړي ،بياپخپله ورته زنګ ووهي او ورته وايي چې په تاباندې مې د مصرف زړه نه كېدۀ نوځكه مې ستازنګ بندكړاوماپخپله درته زنګ وواهه .
په افغانستان كې دطالبانوله واكپير وروسته دپرمختګونوپه لړكې يوڅرګندكارچې دخلكوپام يې ځانته واړاوۀ په مركزاو ولاياتوكې دتليفوني شبكولګول (نصبول) وو .
په خوست كې لومړى دروشن شبكه بياله څوكالو وروسته دافغان بېسيم او ورپسې داريباشبكې ولګول شوې اوپه كاريې پيل وكړ .
په لومړيووختونوكې په خوست كې دګوتوپه شمارخلكوچې وټيزحالت به يې ښه ؤ ګرځنده تليفونونه وپېرل اوهغه مهال خلك سم ورسره نه ول بلد،چې تليفون به يې كاوۀ نوله يوې دقيقي به يې ډېرې خبرې نه كولې ،ځكه چې ډېرغږېدلى بيايې پيسې خرڅيدې ،خو وروسته خلك ورو،ورو ورسره بلدشول اوڅوكاله وروسته خو مبايلونه دومره عام شول چې ان دلاسي ګاډۍ (كراچۍ) چلوونكيومزدورانوته هم ورسيدل .
اوسمهال خوپه مركز(كابل )كې ډېركيوښځواونجوته هم ګرځنده تليفونونه رسيدلي اوپه ولايتوكې بيادګوتوپه شمارښځواونجوته رسيدلي  .
يوشمېرنجونې اوهلكان يوله بل سره دمينې خبرې هم دګرځنده تليفونوله لارې كوي ،دمينې خبرې خوڅه چې ډېرو هلكانواونجونويې دهمدې تړاؤله مخې ودونه هم سره وكړل ،داودونه كه په مركزكې شوي ښايي په پوره حوصله اوبې له كوم اخ وډب ،دعوې اوشخړې ترسره شوي وي ،كيدى شي چې په ځينوهغو ولايتونوكې چې كابل ته نېږدې اويادهېوادپه شمالي برخوكې وي هم بې له كومې دعوې اوشخړې داډول ودونه شوي وي ،خوپه خوست ولايت كې بيادغه ډول ودونه دكابل اوځينونورو،ولايتونوله هغوسره توپيرلري، دلته چې كوم هلكان اونجونې پخپلوكې دتليفوني اړيكيوپرشتون افشاشوي دي ، نو افشا شوې نجونې پرهغوهلكانوچې اړيكي يې ورسره لرل په زور اودپښتني دودله مخې وادۀ شوي ، ځكه چې په پښتنوكې له داسې نجونوسره چې له بل چاسره په تليفوني اوياهم نېغو اړيكيو افشاشوي وي بل څوك وادۀ نه كوي ،له همدې امله يې كورنۍ اړه كيږي پرهمغه هلك يې وادۀ كړي چې اړيكې ورسره لري ،هغه هم دپښتني دودله مخې په بېل نرخ اوهلك هم اړ دى چې له همغې نجلۍ سره وادۀ وكړي چې داړيكيو پر شتون ورسره افشاشوى .
په خوست كې بېلابېل قومونه پدې برخه كې جلا جلا نرخونه اوتړونونه لري ،ځينې كورنۍ يې دپښتني دودله مخې پردغه ډول هلكانو د،ار  ولور دوه برابره ږدي خوځينې يې له دوه برابره هم لوړ  ورباندې ږدي ،هلك هم اړ دى چې يادشوى ولور وركړي .
اوسمهال په خوست كې ولورله څلورنيمولكونيولى ترپنځولكوپاكستانيوكلداروپورې رسيږي اوځينې خلك خويې دغه بيه په افغانيوټاكي چې په كلدارويې حساب وشي نوله پنځنيمولكوڅخه ترشپږو لكوپاكستانيوكلداروپورې رسيږي ،كوم هلكان چې په داډول اړيكيوافشاشي نودغه بيه له ۱۲ لكو نيولي ترپنځلسولكوپورې هم رسيږي ،هغه بيانوپه كورنيوكې توپيردى ،ځينې ځواكمنې كورنۍ له دغه ډول هلكانوڅخه د،ار  ولور له دوه برابره هم زيات اخلي ،ښايي دوى پدې ډول غواړي هلك ته سزا وركړې ،ترڅو نورهلكان دا ډول كارونه ترسره نكړي ،خوځينې نورې كورنۍ بياله ار ولورڅخه يويادوه لكه زيات اخلي ، همدالامل دى چې ډېركۍ نجونې اوهلكان پخپلوكې په اړيكيونه افشاكيږي اوله ډېراختياط څخه كار اخلي ،ډېرې كمې اودګوتوپه شمارنجونې دي پدې ډول اړيكيوافشااوهمغه هلك ته وادۀ شوي چې اړيكي يې ورسره لرل .
 له هلكانوسره ديوشمېرنجونودتليفوني اړيكيوموخه دمينې له مخې نه بلكې ددې لپاره وي چې له هلكانوڅخه وړياتليفوني واحدونه ترلاسه كړي ،داسې نجونې چې موخه يې دوړياتليفوني واحدونو ترلاسه كول وي ،له ډېروهلكانوسره تليفوني اړيكې لري ،په دروغو ورسره دليدلواونورې ژمنې كوي . . . هلكان هم وړياتليفوني واحدونه ورليږي  ،خونورګل ،موچي بياداسې لوبه زده كړې ده چې په ورځ كې سلګونه وړياواحدونه ترلاسه كوي،لدې امله هره ورځ له خپلوانواوانډيوالانوسره ورباندې ښه پرېمانه اوبې زړسوي غږيږي  .
زموږغوندې نااوزګاره خلك ډېركم پداسې اودېته ورته معاملوخبريږي ،هغه هم نڅاپي غوندې خبرېدنه وي ،خوكله چې خبرشي بيايې په اړه يوڅه ضرورليكي .
دنورګل دوړياتليفوني واحدنوپه ترلاسه كولوزماخبريدنه هم نڅاپي غوندې وه ، هغه پدې ډول چې يوه ورځ له دفتر څخه دكورپه لوري روان وم ،په لاره كې مې يوشمېرډرايوران وليدل چې سره راغونډشوي ول ،پخپلوكې يې سره خندل ،زماپام هم نڅاپي ديوډرايوردې خبرې واوښت چې نوروته يې وې : والله ماته يې همدا اوس مېسكال كړى وي اوبيامازنګ ورته وكړ،ښې ډېرې خبرې مې ورسره وكړې ،هغه بل ورته وويل ياره داڅه خبره ده ،زه هره ورځ ورسره ښې ډېرې خبرې كووم ،همدا اوس هم ورسره خبرې كولى شم . . .
زه چې ددوى ځاى ته لږنورهم ورنېږدې شوم نوپښه مې ورته ونيوه اوددوى خبروته مې غوږ ونيو يو ډرايور چې د ډاينا (ډانټرك) موټرپه سيټ كې ناست ؤاودموټردروازه يې خلاصه كړې كړې وه ،نوروته يې ويل :ما په دوو،ورځوكې لس دروشن كارتونه ورجمع كړل (وروليږل) ،هغه بل ورته وې چې شپږ خوماهم تراوسه ورجمع كړيدي .
لدې خبرې وروسته يوډرايور ورته ووې :له ماسره يې ژمنه كړې چې مازيګرته به سره وينو.
 دډانټرك په سيټ كې ناست ډرايور،ورته ووې :بچاى زه به هم درسره ځم ،په ګډه به ورسره وينو.
 لدې وروسته يې په زوره ،زوره سره وخندل اوپه خنداكې هغه بل ورته ووې : والله كه راسره لاړشې ،ته بياځانته ورسره ووينه كنه .
زماښي اړخ ته مې دخنداغږ واوريدۀ ،چې مخ مې ور واړاوۀ دوه تنه نوردډريورانوپه ننداره ول ،دوى دواړوپخپلوكې سره خندل ،يوۀ ورته ووې (( بازوريون دي له لجينوسره يې په تلفنۀ كيسې كړيې )) ياني بازاريان دي له نجونوسره يې په تليفون باندې خبرې كړي دي .
ماچې دډرايورانوداخبرې وارېدې نوسملاسي روان شوم ،له ځانه سره مې دهغودووتنوخبروته وخندل چې زماښي اړخ ته ولاړ اودډرايورانوپه ننداره ول .
كله چې يوڅوګامه ترې لاړم ، ښايي يوډرايورماته پام شوى وي، نوروته يې ووې : دومره په زوره ،زوره خبرې موكولې ،دراډيوواله نېږدې راته ولاړؤ،هاغه دى روان دى ،زموږټولې خبرې يې واوريدې ،دويم ډرايورپه خنداكې ورغبرګه كړه : نوڅه خبره ده چې وايې ورېدې ،څه ثبت كړي خويې ندي ،لدې خبرې وروسته يې بياپه زوره سره وخندل .
ماځان ناګاره اچولى ؤ، همداسې روان وم ،چې لږ نورهم ترې لرې شوم بيامې ددوى شور اوريدۀ خوپه خبرويې نه پوهېدم چې څه به يې سره ويل ،ښايي نورډرايوران هم پيداشوي وي چې دتليفون څوكارتونه يې ددوى دټولوپه ګډه ملګرې نجلۍ ته ورليږلي وي .
زه ددوى له خبروپوى شوم چې نجلۍ يې ليدلي نه ده ،مازې يې په ژمنوخوشاله دي، يوۀ خويې نورو ته داهم ووې چې نن ماذيګرته ورسره ويني . . .
زه چې لږ نور هم ترې ليرې شوم،نوفكرمې بلې خواته واوښت ،ځكه چې سباته مې د(ښوونې روزنې ) خپرونه درلوده اوپدې اړه مې فكركاوۀ ،چې په يوه نوې موضوع خپرونه جوړه كړم ،داسې موضوع چې دخلكوپه تېره دښوونكيواوزده كوونكيولپاره ګټوره اوددوى دخوښې وړ، وي ، پهمدې سوچونوكې كورته ورسيدم ،كورته له رسيدولږځنډوروسته مې دماذيګرلمونځ وكړ،غوښتل مې چې يوه شيبه بهر ووزم اوپه جوس كې دشنوونو،فصلونواوطبيعت په كتوذهني ارام واخلم ،پدې مهال كې مې ورور د ميلمنو له خونې څخه كورته راغى ،ماورته ووې ،وروره په حجره كې څوك ميلمانۀ شته ؟ هغې ووې ،هو، زما دماما اودترور زامنونومونه يې راته واخيستل .
كله چې له ميلمنوخبرشووم نونېغ دميلمنوخونې ته لاړم ،له ميلمنوسره له روغبړ وروسته موسره خوښه كړه چې يوه شيبه بهر ووځو، زمادمامازوى ووې چې نورالله جلبل دې هم راشي ،ماورته ووې ،ښه زه به ورته ووايم ،زه لاروان شوى نه وم چې ورور مې راغى ،موږ څلور واړه بهرووتو،زموږدكورنوترڅنګ دفوټبال لوبې ته كيناستو،دفوټبال لوبې په ننداره مو،وخت ډېرزر تېرشو،دماښام ازانونه وشول چې موږكورته راغلودلمونځونوله اداكولو شيبه وروسته زماورارۀ رحيم الله د ډوډۍ خوړلولپاره دلاس مينځلواوبۀ راوړې ،لاسونه موومينځل ،زمامشرورارۀ رضوان الله دسترخوان اواركړ،زمادمامازوى هم دډوډوۍ په برابرولوكې ورسره لاسنيواى وكړ ،موږدډوډۍ په خوراك لګياشوو،چې په خبرو ،خبروكې نورالله جلبل دډرايورانو خبره راوخيسته ،جلبل هم دډانټرك ډرايور دى لدې امله ورباندې ښه خبرؤ،ځكه چې دوى ډرايوران كه هرڅه يوله بله راز پټ كړي ،بياهم دخپل زړه حالونه سره وايي ،چې كوم يوډرايودبل هغه له كوم رازڅخه خبرشي يايې پخپله ورته ووايي نوسباته ورباندې ټول ډرايوران خبرشوي وي .
ورور مې له ميلمنوسره لګياوواودډرايورانوخبره يې ورته كوله ، كله چې دۀ خبره راوخيسته زه سملاسي پوى شوم چې همغه دنن ورځې دډرايورانوخبره كوي ،خو جلبل زما دمامااوترور زامنوته مازې دومره ووې چې ډرايوران اوس پخپلوهغوتليفوني واحدنو چې جينۍ ته يې ورليږلي وو،پښېمانه دي ،زما دمامااوترورزامنوهم ورته وخندل نوريې دلامل پوښتنه ترې ونكړه چې ولې پېښمانه دي،خوزه ددوى له خندااوخبروپوى شوم چې دوى لدې مخكې هم پدې اړه سره غږيدلي اوپه ټول حال سره خبرشودي ،ځكه يې دډرايورانودپېښمانتيادلامل په اړه پوښتنه ترې ونه كړه ،خوماصبرونه كړ،ورور ته مې مخ ورواړاوۀ ورته ومې وې : وروره ! دڅه شي تليفوني واحدنه يادوې  ؟
زماپه خبره ټولووخندل ،بياجلبل په ټوكوراته ووې : دا خوڅه شعرياليكنه نده چې ځان ورباندې خبره وې ،لدې خبرې سره دوى بياوخندل، ماورته ووې ،ولې زه ددې ټولنې له نورهېڅ شي سره پيوند نلرم يوازې شعر اوليكنه ده ؟
جلبل لكه پخپله خبره چې پېښمانه شوى وي ،غلي غوندې  ووې : كومه خبره نه ده،ډرايورانوكومې نجلۍ ته تليفوني واحدونه ورليږلي ول،ځينولس ،ځينواتۀ اوځينوترپنځلسوپورې لس ډالري تليفوني كارتونه ورجمع كړي وو،خواوس پېشمان شوي .
ـــ ښه نو اوس ولې پېښمانه شوي دي ؟
لدې وروسته مې ورور لنډوپوښتلم چې نورګل موچي پېژنې ؟
ـــ هغه په پښوباندې چې معيوب دى !
ــــ هو،هوهماغه درته يادوم ،ډرايورانوټول سېنټونه (واحدونه ) دنجلۍ په نوم هغۀ ته ورليږلي ،خداى خبرنورګل به نورله څومره خلكوڅخه وړياتليفوني واحدونه ترلاسه كړي وي .
دوى درې واړويوځل بياوخندل ،زماډېره تلوسه شوه،خوجلبل مې تلوسه ډېره زر پاى ته ورسوله او ويې وې :داځكه چې نورګل موچي له ډرايورانوسره كټې مټې دنجلۍ غوندې خبرې كوي  .
داځل نوله دوى سره ماهم وخندل .