کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / د ځينو سياستوالو خولې ولي تړلي دي !؟

د ځينو سياستوالو خولې ولي تړلي دي !؟

كه د امريكې او بريتانيې د تاريخ وروستيو 2 پېړيو ته كتنه وشي، نو ليدل كيږي چې د دغو پېړيو په ترڅ كې په نوموړو هېوادونو كې تر ټولو زيات پر مختګ رامنځته شوى. د دغه پرمختګ تر ټولو لوى لامل په نوموړو هېوادونو كې د بيان ازادي وه، چې د بيان ازادۍ پر مټ د دغو هېوادونو د پوهانو او سياستوالو خولې پرانستل شوې او دغو پوهانو وكولى شول چې د ټولنې د ناخوالو او مستبدو واكمنانواو سياسي داړه مارانو او دفتري مفسدينو پر وړاندې په ټولنه كې سياسي پوټانشيل رامنځته كړي او د ولسي ځواكونو پر مټ فرصت طلبه عناصر او سياسي داړه ماران يو په بل پسې مات او ټولنه او واك د دوى له شره وژغوري.


كه څه هم سياست له ټولنې سره يو ځاى پيدا شوى او د ټولنيز ژوندانه له اړتياو څخه شمېرل كيږي، خو وروستۍ دوه پېړۍ د ولسي سياست د غوړېدا له پاره تر ټولو مهمې وې او په دغو پېړيو كې په بېسارې توګه سياسي بدلونونه رامنځته شول چې اقتصادي بدلونونه يې هم په څنګ كې درلودل.


د بيان ازادي په لنډه وينا دې ته ويل كېږي چې د ټولنې د سوكالۍ له پاره كه څوك څه په كوپړۍ كې لري هغه له وېرې پرته له خپلې خولې راوباسي. د بيان ازادي فكر د ټولنې چوپړ او د ټولنې كره كتنې ته وړاندې كوي. كه فكر په تول پوره وخاته او رښتينولي يې درلوده نو وبه منل شي او كه چېرې فكر او نظر سم نه و او رښتينولي يې نه درلوده، نو لرې به وغورځول شي.


ټولنه د ازمايښت تر ټولو لوى ډګر او د رښتينولۍ هنداره ده، د بيان ازادي د رښتينولۍ او د رښتينولۍ د پېژندلو په لار كې لومړى ګام دى.


د بيان ازادۍ په19 مه او 20 مه پېړۍ كې په اروپا كې ستر بدلونونه رامنځته كړل او اروپا يې له دروغينو افكارو او دروغو څخه وژغورله او د قدرت په شاهين يې ودروله. د همدغې تول ډبرې په مرسته زياتره ساينسي علوم اصلاح او د خلكو ژوند ته يې لار ومونده او هم د كليسا واكمني چې د منحرف عيسويت پر بنسټ له كلونو كلونو راهيسې ولاړه وه، تر پوښتنې او څېړنې لاندې راغله، نوې مرحلې ته ننوته او له اسلام نه يې په رنګ اخيستلو سره زړو عقيدو او انګېرنو ته پاى وركړ.


كله چې له بيان ازادۍ څخه يادونه كيږي بايد دغه حقيقت هېر نه شي چې د بيان ازادي، بيان ته اړتيا لري او بيان بيا د يوه بيانونكي له خوا ترسره كيږي. بې بيانه ازادي هم كوم ارزښت نه لري او د بيان د ازادۍ له پاره په كار ده چې حقيقت ويونكي، شنونكي او د عدالت د غږ پورته كوونكي په ټولنه كې موجود وي. داسې مجاهدين شتون ولري چې چارواكو او واكمنو ته ناخوالې، ستونزې او د ستونزو د هوارولو لارې په ګوته او د ناوړه كارونو پر وړاندې غږ پورته كړي، خلك معروفو ته وهڅوي او له منكراتو يې منعه كړي، خپل ځواك او انرژي د ټولنې چوپړ ته ځانګړي كړي او په ټولنه كې اصلاح او مثبت بدلونونه راولي. له نېكه مرغه افغانان د هېواد پالنې ټينګه روحيه او له خپلو ټولنيزو ارزښتونو سره مينه لري. همدغه د هېواد پالنې او ازادۍ سرشاره مينه ده چې افغان ولس يې په يو داسې مجاهد ولس اړولى چې تل د سرښندنې له پاره چمتو وي.


ځينې كسان دا پوښتنه كوي چې ولې د افغان ولس له مجاهدت او سرښندنو سره_سره بيا هم د افغان ولس په ژوند كې پرمختګ نه دى راغلى.


شايد دغې پوښتنې ته يو ځواب وي، هغه دا چې افغان ولس د لنډ مهاله موخو له پاره قرباني وركوي او اوږد مهالې موخې په پام كې نه نيسي. د دوى له قربانيو څخه فرصت طلبه او نارښتيني كسان ګټه وړي.


له زياتو بېلګو څخه تېرېږو، له روسانو سره د جهاد او د مجاهدينو د بري په بېلګه بسنه كوو: افغان مجاهد ولس په مليونونو مرګ ژوبلو او شټ و شوټ زغملو سره شورويان له خپله هېواده وويستل، خو چې كله وخت د بري او روغې جوړې ورسېد جګړې ته يې شا واړوله او ميدان يې فرصت طلبو او نفس پالونكو كسانو ته خالي پرېښود. افغان ولس لكه څنګه چې له كمونستانو څخه يې خوا بده وه او په واك كې يې نه غوښتل همدا راز د جهادي تنظيمونو له مشرانو يې هم بد ايسېدل او دوى يې هم په واك كې نه غوښتل. جهادي تنظيمونه چې د شوروي ضد نړيوالې ټلوالې له خوا د شورويانو پر ضد د جګړې له پاره چمتو كړاى شوي وو، يوازې جګړه يې پر مخ بيوله، تل تر تله پوځي پاتې شول او هيڅكله يې سياست ته مخه نه كړه.


دا چې د جګړې منطق د سياست له منطق سره په واټن او توپير كې دى، د جګړې منطق وژنه ده او د دې له پاره چې جګړه مار ژوندى پاتې شي څومره چې كولى شي بايد مقابل لوري ته زيان واړوي او له پښو يې وغورځوي، خو د سياست ټاكنه مرګ ژوبله نه ده، خلكو ته چوپړ او د ژوندانه برابرول دي او مرګ ژوبله يوازې په نسبي ډول د دفاع پر وخت مني.


په افغانستان كې جګړه مارو ډلو يوازې په پوځي تګلارو بسنه كوله او خلكو ته يې د چوپړ او ژوند برابرولو په برخه كې څه نه وو كړي، همدا لامل و چې افغان ولس د جګړه مارو له چال چلند څخه موندلې وه چې نوموړې ډلې د حكومت كولو سياسي وړتيا نه لري، نو له همدې امله واك ته د رسېدلو په اړوند يې د هغوى ملاتړ ونه كړ.


تنظيمي مشرانو او قوماندانانو هر يوه يې واك ته د رسېدو لېوالتيا درلوده او د همدغې لېوالتيا له امله وه چې په خپلو كې سره په جګړه كې كېوتل او ولس وژنې ته يې مخه كړه.


سياست د ټوپك د زور او ځواك له لارې واك ته رسېدل نه مني، بلكې سياست لومړى د ولسونو په زړونو كې ځانته ځاى پيدا كوي او بيا پرې راج چلوي.


سره له دې چې د جهاد پر مهال له جهاد څخه د ولس ملاتړ او سرښندنو زياترو تنظيمي مشرانو ته غټ نوم ګټلى و، خو د ولس دغه ملاتړ له يوه مجبوريت له مخې و. هغه داسې چې تنظيمي مشران د جګړې او د هېواد د دفاع په حساسو شرايطو كې پر دوى وتپل شول او ولس مجبوره وو چې د خپل هېواد د دفاع له پاره د دغو تپل شويو مشرانو نادودې وزغمي او دم مهال ورسره حساب او كتاب ونه كړي. بل پلو تنظيمي مافيايي كړيو هم خپله هنداره په اوبو كې ليدلې وه او په دې پوهېدل چې يوه ورځ به ولس ورسره حساب او كتاب كوي او د هغو نادودو، وژنو او سر وهنو غچ به هرو مرو ورڅخه اخلي چې د ولس په سپكاوي كې يې تر سره كړي وو.


د تنظيمي جګړو پر مهال وليدل شول چې فرعون كچه ځواكمنان د ډېرو عادي كسانو له خوا مات او د بخت ستوري يې نسكور شول او دا د هغو كړنو پر وړاندې د غبرګون په لړ كې رامنځته شول چې جګړه مارو چاكرانو له سياست څخه معكوسه استفاده وكړه، د ولس له پاره د سياست كولو پر ځاى يې له ولس سره سياست كول پيل كړل او سياست څخه يې د ولس د ځپلو له پاره كار واخيست.


له بده مرغه له دومره لوړو او ژورو، سړو او تودو، بريو او نابريو سره سره بيا هم سياستوال او په تېره مذهبي ډلې او سياسي راديكالان له تېرو تجربو څخه درس او اوس هم په خپلو تګلارو كې له نرمښت او انعطاف څخه كار ناخلي.


په جګړې سره د سياست تعقيبول د سياستوالو او ولس تر منځ بدبيني رامنځته كوي او بدبيني په سياست كې د ماتې پيلامه ده. دغه بدبيني هغه وخت رامنځته كيږي چې سياستوال خپلې تګلارې د ولس محورۍ پر ځاى پر ګوند محورۍ جوړې كړي او ګوندي ګټو ته پر ولسي ګټو، ګوندي غوښتنو ته پر ولسي غوښتنو، ګوندي تګلارو ته پر ولسي تګلارو لومړيتوب وركړي.


همدا اوس افغان ټولنه د باور له بحران سره مخ ده او په هېواد كې نژدې ټولې سياسي ډلې يو په بل باور نه لري او همدا راز د سياستوالو او ولس تر منځ هم بدبيني زياته شوې ده. په داسې حالت كې ناكامۍ نه جبيره كېدونكي او برياوې لنډمهالې او غولونكي وي.


دا په داسې حال كې دي چې په دولت كې دننه او له دولت څخه بهر يو شمېر سياسي ډلو يو د بل وركولو ته مټې رانغاړلي، جګړه يې پر هېواد تپلې او هيڅ يوه ډله د خپلو كړنو مسووليت ناخلي او تل خپلې كړنې توجيه كوي. دغه توجيهات د هېواد له روان حالت او په ټولنه كې د باور له رامنځته كولو سره مرسته نه شي كولى. سره له دې چې په جګړه كې ښكېلې غاړې له جګړې څخه هيڅ ګټه نه شي ترلاسه كولى، خو بيا هم په جګړه لګيا دي او ولس د تباهۍ ګرداب ته ټېل وهي.


تر اوسه د جګړې د هيڅ يو لوري له خوا د خپلو كړنو په تړاو داسې دلايل نه دي وړاندي كړي چې ولس ته د منلو وړ وي. دولت، نړيواله ټولنه او د دولت مخالفين، هر يو يې په خپلو خپلو خرونو سپاره دي، خپل خپل توجيهات لري او افغان ولس يې د نه پوهاوي او نه باور قرباني ګرځولى.


دولت او مخالفين يې دواړه يو پر بل د بهرني ملاتړ تورونه لګوي او مدعيان دي چې د هېواد او ولس د ازادۍ، خپلواكۍ او پرمختيا له پاره قرباني وركوي. خو دا په داسې حال كې دي چې څوك د ولس كورونه بمباروي او څوك د ولس سرونه غوڅوي، څوك د بيارغونې مخه نيسي كارګر، ډاكتر او انجنير وژني او څوك بيا كلي او بانډې په شوبلو او بمباريو سره ويجاړوي. كه د هېواد او ولس چوپړ همدا وي، نو دا به د ولس له پاره څه ګټه ولري چې د دوى چوپړ دې د دوى په وژلو او د هېواد په كنډواله كولو سره وشي. تر كومه ځايه چې سپينه ده جګړه مارې او سياسي ډلې په خپلو منځو كې سره ستونزې لري، د ولس په غم كې نه دي خپلې موخې تعقيبوي، خپلې كړنې توجيه كوي او له خپلو تبليغاتو سره د ولس د ړندولو او له خپلو مسووليتونو څخه د تېښتې هڅه كوي.


په هېواد كې روان حالت او جګړه مارې ډلې يو د بل په علل او معلول بدل شوي او د روان حالت په شتون كې هيڅكله هم سياسي او ټولنيز باور او سوله رامنځته كېداى نه شي، د سولې له پاره په كار ده چې روان حالت بدل او باور په ټولنه كې رامنځته شي.


دا څه هله شوني دي چې د جګړه مارو ډلو او افغان ولس د استازو تر منځ په نړيوال تضمين نړيواله جرګه جوړه، تفاهم رامنځته او ستونزې په خبرو سره هوارې شي.


دا كار كومه ساده خبره نه ده او يو ټولنيز پوټانشيل او د ولس د استازو، سياستوالو او پوهانو ګډو هڅو ته اړتيا لري، ځكه جګړه مارې ډلې يوازې د خپل بري پر لارو چارو فكر كوي او په دې خدعه كې دي چې مقابل لورى غافل كړي او د هغوى له نيمګړتياو څخه د ځان په ګټه كار واخلي او هغه څوك چې په داسې شرايطو كې د افغان ولس په هكله فكر كولى شي هغه د ولس رښتيني خدمتګاران او استازي دي. سره له دې چې په هېواد كې د جګړې د نه خوښونكو شمېره د جګړې تر خوښونكو څو برابره زياته ده، خو تر اوسه په هېواد كې د جګړې د پاى ته رسولو له پاره دومره ځواك او پوټنشيل نه دى رامنځته شوى چې وكولى شي د جګړې په ښكېلو غاړو زور واچوي او جګړه ماران د ولس غوښتنو ته غاړې ايښودلو ته اړباسي.


دا هم يو حقيقت دى چې په هېواد كې د جګړه غوښتونكو شمېره هم كمه نه ده، ځينې كسان شته چې په جګړه كې خپلې ګټې ويني او ځينې بيا داسې دي چې په جګړه كې ګټې نه لري، خو په چوپ پاتې كېدو سره د جګړې له ادامې سره مرسته كوي.


ځينې داسې هم دي چې بل خپه كولى نه شي، ځكه رسمي، انجويي، تنظيمي، ګوندي، استخباراتي او نور دا رنګه اړيكو ته يې زيان رسيږي، ځيني خو بيا د سر غوڅولو له وېرې واقعيت او حقيقت نه شي ويلى.


كه چېرې زموږ د اكثريت همدا چوپه خوله حال وي او د حق وينا  كولو جرئت ونه لرو او حق پټ پاتې شي او له حق سره همداسې بې انصافي روانه وي، نو د بيان ازادي او ديموكراسي بيا دلته څه مانا لري.


وخت او ټولنه له انسان څخه امتحان اخلي او شايد داسې يوه ورځ راشي چې سياستوال نور ونه كړاى شي د ولس مجبوريتونه د ولس لاسونو ته كړۍ كړي، نو هله به د وجدان او يا د الله ج په محكمه كې د هغو كسانو څه حال وي چې دې بېوزلي، سر توري او پښې يبلي ولس ته يې يو څه كولى شول او ويې نه كړل .