کور / شعر / غزل

غزل

لکه ته يو خوږ ارمان رانه چاپير دى
د زړګي کور مې دشاتو اور کې ګير دى


يار له خپل ښايسته  څو چنده لوړ ګرځي
زورور سيند دى د غرو په سرو تير دى


د بارخو جام يې عجب خانه خراب کړم
تصور د ازاد ژوند راځينې هير دى


دا چې ښکلي يې نه خوري ګونا يې خپله
زما زړه خو د اومو شيدو پنير دى


پر شډل جلان د ښار ښکلا ميينه
د غره کاڼي سره زيړ ګلاب کوشير دى