کور / سياسي / د عبدالله وارخطايي او د ملت اندېښنې

د عبدالله وارخطايي او د ملت اندېښنې

یادښت
دا لیکنه د هغو تودو خبرونو او تبصرو پر بنسټ چمتو شوې ده چې د افغانستان د دویم پړاو ټولټاکنو له سر ته رسېدلو وروسته د ښاغلي عبدالله عبدالله د غبرګون په اړه له خبري رسنیو څخه خپاره شوي. که څه هم چې دا لیکنه لږ اوږده ده خو د موضوع مختلف اړخونه پکې د بېلو بېلو عنوانونو لاندې تهیه شوي چې لوستل یې ستړي کوونکي نه دي بلکي د مطالعې مینه والو او څېړونکو ګڼ مطالب په خپله منځپانګه کې لري.
سریزه
د افغانستان د جمهوري ریاست د ټولټاکنو لومړی پړاو له قانون سره سم د ۱۳۹۳ کال د وري یا حمل د میاشتې په ۱۶مه نېټه تر سره شو او د لومړي پړاو په ټولټاکنو کې ۸ تنو نوماندانو هر یو اشرف غني احمدزي، عبدالله عبدالله، زلمی رسول، عبدالرب رسول سیاف، قطب الدین هلال، داود سلطان زوی، محمد شفیق ګل آغا شېر زوی او هدایت امین ارسلا ګډون کړی وو. په لومړي پړاو ټولټاکنو کې چې له پراخو درغلیو سره مله وو، هېڅ یو نوماند پنځوس جمع یو رایې پوره نه کړې او د اساسي قانون سره سم ټولټاکنې د دوو مخکښو نوماندانو ښاغلي اشرف غني احمدزي او ښاغلي عبدالله عبدالله تر منځ دویم پړاو ته و غزېدې چې دویم پړاو یې د ۱۳۹۳ کال د غبرګولي یا جوزا د میاشتې په ۲۴مه نېټه تر شو.
د تقلب ژبه
د لومړي دور په ټولټاکنو کې د ښاغلي عبدالله عبدالله د شعارونو زیاته برخه دا وه چې: (یګانه رقیب من تقلب است) په داسې حال کې چې د تقلب په هکله چا فکر هم نه کاوه، خو نوموړي هڅه کوله چې په دې شعار سره د افغانستان د وګړو تر منځ یو لړ تشویشونو ته لاره پرانېزي او دغې بدې پدېدې ته د هغو اړخونو پام ور واړوي چې له خپل راتلونکي څخه وېره لري او خپله بریا یوازې له قانون څخه په سړغرونه کې ویني. همدارنګه و لېدل شول چې د لومړي ځل په ټولټاکنو کې پراخې درغلۍ و شوې او په دغه راز درغلیو کې تر ډېره د داسې نوماند ملاتړي ښکیل وو چې په ظاهره یې شعار له تقلب څخه وېره وه.
د دویم ځل د ټولټاکنو شفافیت
کله چې د افغانستان د دویم دور ټولټاکنې تر سره شوې نو د کورنیو او نړیوالو ادارو له خوا د لومړي پړاو په پرتله تر ډېره حده شفافې و بلل شوې چې په دې لړ کې د اروپايي ټولنې د ناظرینو، د امریکا د متحده ایالاتو، انګلستان، د سیمې هېوادونو د حکومتونو، ملګرو ملتونو، آیساف، FIFA او زیات شمېر ادارو له خوا نوموړې ټولټاکنې تر لومړي ځل زیاتې شفافې و ګڼل شوې او افغان ولس ته د دې لوی بري له کبله مبارکي وویل شوه.
د دویم ځل ټولټاکنو قېمت
د دویم ځل ټولټاکنو قېمت ډېر لوړ وو، په همدې ورځ په ټول افغانستان کې لسګونه ناوړه پېښې او حملې د وسله والو مخالفینو او زورواکانو له خوا رامنځته شوې چې د رسمي شمېرو له مخې د هغه په نتیجه کې زموږ ۵۰ تنه هېوادوال شهیدان، ۹۹ کسان ټپیان او د ۱۱ کسانو ګوتې غوڅې شوې. همدارنګه په همدې ورځ دوه سوه زره امنیتي ځواکونو د ټولټاکنو د پروسې امنیت ساته چې مخکې له مخکې په ټول هېواد کې د انتخاباتي محلونو د ساتنې په موخه ځای په ځای شوي وو او انتخاباتي محلاتو ته یې سفر بري کړې وه. همدارنګه د لسګونو زره انتخاباتي کارمندانو او ناظرینو په کار ګومارلو سربېره د نړیوالې ټولنې په مرسته سلګونه میلیون ډالر د ټولټاکنو په دویم پړاو و لګول شول څو ټولټاکنې په ښه ډول ترسره او د افغانستان تر ۷ میلیون زیات نارینه او ښځینه وګړي د هر ډول خطرونو په منلو سره د رایو په صندوقونو کې خپلې رایې اچولې دي.
د ټولټاکنو د پایلو اعلان
د دویم دور د ټولټاکنو لومړۍ رسمي نتیجه به د ۱۳۹۳ کال د چنګاښ په ۱۱مه او نهایي نتیجه به د روان کال د چنګاښ په ۲۱ نېټه د افغانستان د ټولټاکنو د خپلواک کمیسیون له لوري اعلانېږي. خو تر دې مهاله هغه څه چې جوت شوي دي او وګړي یې په هکله ګمان کوي، د جمهوري ریاست په دویم دور ټولټاکنو کې د افغانستان زیاتره وګړو خپله رایه د جمهوري ریاست مخکښ کاندید ښاغلي اشرف غني احمدزي ته ورکړې ده او دا حقیقت له هغې لومړنۍ پایلې څخه جوت شو چې د دویم پړاو ټولټاکنو د ورځې په وروستۍ برخه کې د ټولټاکنو د خپلواک کمسیون له دفتر سره د ټولټاکنو د مامورینو او د دواړو نوماندانو د ناظرینو له لوري په لاسلیک شوې بڼه شریکه شوه. همدارنګه د ۱۳۹۳ کال د غبرګولي په ۲۶ مه نېټه له رویټر خبري آژانس سره د مرکې پر مهال ښاغلي عبدالله عبدالله اعلان وکړ چې سیال کاندید ښاغلی اشرف غني احمدزی ترې شاوخوا یو میلیون رایې وړاندې دی چې په حقیقت کې دا اعلان د تحول او تداوم د ټېم د بري اعلان ګڼل کېږي چې د سیال ټېم د مشر ښاغلي عبدالله عبدالله په خوله و شو. له بلې خوا د ښاغلي اشرف غني احمدزي د انتخاباتي ټېم یو مهم ملاتړ کوونکي ښاغلي احمدضیا مسعود د ۱۳۹۳ کال د غبرګولي په ۲۸ مه نېټه په هغه غونډه کې د تحول او تداوم د ټېم د بري اعلان وکړ چې د پروان، کاپېسا، کوهدامن او پنچشېر له خلکو سره یې د ټولټاکنو د پایلو په تړاو درلوده.
د عبدالله عبدالله لومړی غبرګون
کله چې د دویم پړاو ټولټاکنې تر سره او ښاغلي عبدالله عبدالله ته دا خبره جوته شوه چې خپل سیال یې ترې ډېر وړاندې دی، نو له هماغه پيل څخه یې په ډول ډول ناندریو او سرغړونو لاس پورې کړ او ښکاره وارخطایي یې په څېره، خبرو او اعمالو حاکمه شوه. د دې ناندریو او سرغړونو لومړی نمونه هغه مهال را څرګنده شوه چې د ټولټاکنو د خپلواک کمیسیون د دارالانشاء رییس ښاغلی ضیاالحق امرخېل ته د کابل د امنیه قوماندان جنرال ظاهر له خوا د ټولټاکنو په ورځ اجازه ور نه کړل شوه چې رای پاڼې او اساس مواد د کابل ښار ختیځو سیمو او سروبي ولسوالي ته انتقال کړي او دغه مواد د پولیسو له خوا تر درولو وروسته قید او د هماغه روځې په پای کې د ټولټاکنو خپلواک کمسیون ته و سپارل شول او ښاغلی امرخېل یې په بېځایه تورونو تورن کړ. دا په داسې حال کې وه چې په همدې ورځ د ټولټاکنو د کمسیون له خوا اساس مواد خیرخانې او د کابل نورو سیمو ته له کومې ستونزې پرته انتقال شول او ګمارل شوو پولیسو پوره همکاري ور سره کوله. داسې ګمان کېده چې د کابل امنیه قوماندان جنرال ظاهر شاید دا کار د ښاغلي عبدالله عبدالله په اشاره کړی وي. له بلې خوا داسې ګمان هم کېده چې د کابل د ختیځو سیمو او سروبي اکثریت مطلق اوسېدونکي پښتانه او د ښاغلي اشرف غني احمدزي پلویان دي نو له همدې کبله سیمې ته په خپل وخت د اساسو موادو د رسېدو مخه ښاغلي جنرال ظاهر ډب کړه. د ښاغلي عبدالله عبدالله وارخطایي د همدې ورځې څخه پيل شوه او لومړی ګام یې دا وو چې د قانون خلاف یې د ټولټاکنو د کمسیون د دارالانشاء په رییس ښاغلي ضیاالحق امرخېل بېځایه تورونه و لګول چې ګواکي د ده د سیال په ګټه یې اساس انتخاباتي مواد انتقالول او باید له دندې څخه ګوښه شي. خو د ټولټاکنو د خپلواک کمیسون رییس ښاغلي یوسف نورستاني او د همدې کمسیون ویاند ښاغلي نورمحمد نور دا ډول خبرې په کلکه رد کړې او ویې ویل چې که هر څوک په ښاغلي امرخېل د درغليو ادعاوې لري نو کره شواهد دې وړاندې کړي او بیا به د نوموړي په وړاندې د قانون سره سم ګام پورته کېږي چې آیا په نوموړي لګېدلي تورونه سم دي که ناسم؟
دا په داسې حال کې ده چې د ټولټاکنو په ورځ د ملي، سیمه ایزو او نړیوالو آژانسونو له خوا د ښاغلي عبدالله عبدالله د ملاتړو له لوري د پراخو درغلیو راپورونه ورکړل شول چې په هغه کې د خلکو وېرول، د ننګرهار د بهسودو د ولسوالۍ کې په څېر په عامو وګړو د اتومات وسلو ډزې، د ټولټاکنو په چارو کې د ځینو پولیسو او چارواکو ښکېلتیا او داسې نور ګڼل کېږي او تر ټولو زیات شکایتونه د اصلاحاتو او همپالنې د ټېم څخه شوي چې د انتخاباتي شکایتونو د کمسیون له لوري تر څېړنې لاندې دي. همدارنګه د ټولټاکنو په ورځ د هېواد په ګوټ ګوټ کې د افغانستان وګړو له یوازېنۍ لویې ستونزې څخه سرونه ټکول چې هغه د ټولټاکنو په بهیر کې د ښاغلي عبدالله عبدالله په ملاتړ د زورواکانو بېځایه لاسوهنه او د رایه ورکوونکو ځورول او وېرول وو.
د نوماندانو ژمنه
له ټولټاکنو وروسته ښاغلی عبدالله عبدالله په داسې حال کې په وارخطایۍ سره د قانون خلاف څرګندونې او د پایلو په هکله پېشګويي ګوي چې د انتخاباتو له کمسیون سره یې د Code of Conduct تر نامه لاندې ژمنه کړې ده چې د نورو نوماندانو په څېر به د پایلو رسمي نتیجه د ټولټاکنو د خپلواک کمسیون ته پرېږدي او نوماندان به د رسمي نتایجو له اعلان څخه د مخه له هر راز پېشګويۍ څخه ډه ډه کوي. همدارنګه یوازینی ارګان چې د ټولټاکنو نتیجه به اعلانوي هغه د ټولټاکنو خپلواک کمیسیون دی.
د عبدالله عبدالله دویم غبرګون
د همدې وارخطایۍ په ترځ کې د جمهوري ریاست نوماند ښاغلي عبدالله عبدالله چې د مخ رنګ یې ژېړ اوښتی وو او د وارخطایۍ نښې پرې د ورایه څرګندېدې، د ۱۳۹۳ کال د غبرګولي په ۲۸ مه نېټه یوه خبري غونډه را وغوښته او په هغه کې یې یو شمېر حیرانوونکې خبرې وکړې په داسې ډول چې:
لومړی: د ټولټاکنو خپلواک کمسیون د نوموړي غوښتنو ته مثبت ځواب نه دی ورکړی نو د انتخاباتو په دواړو کمسیونونو یې باور د لاسه ورکړی او د نوموړي ټېم له دې وروسته ورسره هېڅ راز همکاري نه کوي.
دویم: د رای شمېرنې بهیر باید و درېږي او نوموړي له خپلو ناظرینو څخه و غوښتل چې د ټولټاکنو د مرکزي او ولایتي دفترونو څخه راو وزي.
دریم: د انتخاباتو د کمسیون د دارالانشاء رییس ښاغلی ضیاالحق امرخېل دې له دندې څخه ګوښه شي.
څلورم: د هغو ۵۰۰۰ کارمندانو په هکله دې د ټولټاکنو خپلواک کمسیون وضاحت وړاندې کړي چې د لومړي دور ټولټاکنو د تدویر څخه وروسته له دندو څخه ګوښه شوي دي.
پنځم: د اووه میلیون اچول شوو رایو په هکله دې د ټولټاکنو خپلواک کمسیون وضاحت وړاندې کړي.
شپږم: د افغانستان په مختلفو سیمو کې د وګړو نفوذ مشخص ندی، هغه دې مشخص شي.
اووم: د هېواد ولسمشر ښاغلي حامد کرزي په ټولټاکنو کې د تحول او تداوم د ټېم په ګټه طرفداري کړې ده.
آتم: د ملګرو ملتونو تر مشرۍ لاندې دې یوه نړیواله کمېټه جوړه شي او د دویم پړاو د ټولټاکنو د بهیر نظارت دې و کړي.
نهم: له دې وروسته چې د ټولټاکنو کمسیونونه د دویم پړاو د رایو په ارتباط هر ډول عمل کوي، هغه به د اصلاحاتو او همپالنې ټېم ته د منلو وړ نه وي.
د اصلاحاتو او همپالنې د ټېم غړو څرګندونې
د ښاغلي عبدالله عبدالله پلویان چې کله د خپل ټېم د کمو رایو له ګټلو څخه خبر شول نو په یو لړ پراخو تبلیغاتو، نارو او سورو یې پيل وکړ او په ټولټاکنو کې یې د درغلیو او په مختلفو اړخونو باندې نیوکو ته زور ورکړ. په دې لړ کې یوه خنداوره خبره دا ده چې د ښاغلي عبدالله عبدالله لومړي مرستیال ښاغلي انجنیر محمد خان کړې او نوموړي ویلي دي چې ټولټاکنې دې دریم پړاو ته ولاړې شي چې داسې کوم څیز د افغانستان په قوانینو کې شتون نه لري.
د ښاغلي عبدالله عبدالله د ټېم یو بل مخکښ غړي ښاغلي امرالله صالح ویلي دي چې دوی به د مدني حرکتونو له لارې خپلو اعتراضونو ته دوام ورکوي څو غوښتنې یې و منل شي. په همدې توګه د ۱۳۹۳ کال د غبرګولي د میاشتې په ۳۰مه نېټه د کابل ښار په ځینو څلور لارو کې د ښاغلي عبدالله عبدالله د پلویانو له لوري اعتراضي درول شوې دي.
په همدې توګه د ښاغلي عبدالله عبدالله د ټېم یو شمېر طرفدارو خصوصي تصویري رسنیو لکه طلوع، آریانا، لمر، نورین، نور، راه فردا او داسې نورو تلویزیونونو په زهرجنو تبلیغاتو لاس پورې کړی او خپلو پروګرامونو ته داسې کسان مېلمانه کوي چې د افغانانو تر منځ د بېلتون پالنې اور ته لمن وهي، منفي نظریات خپروي او هڅه کوي چې د ټولټاکنو مشروع پروسه بدنامه کړي.

کورني غبرګونونه
د ښاغلي عبدالله عبدالله د څرګندونو او د انتخاباتي نتایجو د منلو څخه تېښتې پراخ کورني او نړیوال غبرګونونه را و پارول چې دلته ورته اشاره کېږي.
له بي بي سي راډیو سره په مرکه کې د افغانستان داسلامي جمهوریت جمهور رییس ښاغلي حامد کرزي ډاډ ورکړی دی چې افغانستان به د بحران خوا ته نه ځي او دواړه نوماندان به د ټولټاکنو پایله مني.
د ۱۳۹۳ کال د غبرګولي په ۳۰ مه نېټه د افغانستان د علماوو د شورا سره په مجلس کې د افغانستان ولسمشر ښاغلي حامد کرزي د روانې ستونزې د حل لپاره د جمهوري ریاست نوماندانو ته دوې لارې پشنهاد کړې چې یوه د ملګرو ملتونو منځګړیتوب او بله لاره له دواړو ټېمونو سره د جمهوري ریاست د مرستیالانو ګډه غونډه شامله ده.
د ولسمشر د مطبوعاي دفتر مرستیالې ویاندې آغلې عادله راز وویل چې د ټولټاکنو بهیر یو عادي بهیر دی، ولسمشر دواړو نوماندانو ته په مساوي توګه احترام لري او په دې بهیر کې د نظر اختلاف او ځینو ټکو په ګوته کول عادي خبره ده چې له قانوني لارې به د هېوا په خیر او سلامتۍ سره حل شي.
د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون رییس ښاغلي یوسف نورستاني په خپل غبرګون کې وویل چې دوی د ښاغلي عبدالله په پرېکړه تاسف کوي، کمیسیون به خپل کار ته د قانون سره سم مخې ادامه ورکوي او هېڅکله به خپل کار د اشخاصو په فرمایش و نه دروي. نوموړي همدارنګه وویل چې موږ ته نه قانون اجازه راکوي، نه د افغانستان وګړي ورته چمتو دي او نه هم د افغانستان نظام د ټولټاکنو د بیا دایرولو لپاره مادي او تخنیکي امکانات لري او نه هم نړیواله ټولنه په دغه کار کې له موږ سره مادي مرسته کوي چې بودجه ورته برابره کړي څو ټولټاکنې بیا و شي. نوماندان باید د خپلې کړې ژمنې له مخې د نتایجو پایله و مني خو که یې نه مني خپل کار یې دی. نوموړي وویل چې له دوی سره نړیوال ناظرین یو ځای د نظارت چارې مخته بیايي نو اړتیا نه لېدل کېږي چې ملګري ملتونه دې د رایو د شمېرنې بهیر ته د ارزونې ځانګړی ټېم و ټاکي.
د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون ویاند نورمحمد نور وویل چې دواړه کمیسیونونه به خپلو چارو ته په طبیعي توګه دوام ورکوي او هر څوک چې شکایت لري د ټولټاکنو د شکایتونو د اورېدلو کمسیون ته یې دې و سپاري څو غور پرې وشي. هغه همدارنګه وویل چې دوی ته د رای شمېرنې د پروسې بشپړول مهم دي او دا چې څوک وړونکی او څوک بایلونکی دی ورته کوم اهمیت نه لري.
د همدې کمیسیون یوې کمشنرې آغلې شریفه زرمتۍ وردګ هم د ښاغلي عبدالله خبرې له وخت څخه وړاندې ګڼلې دي او ویلي یې چې ښه خبره دا ده چې نوموړی د رسمي پایلو تر اعلان پورې صبر وکړي او دوی به د قانون په چوکاټ کې خپل کار ته ادامه ورکوي.
د تحول او تداوم ټېم د عبدالله عبدالله د اقداماتو په غبرګون کې خپل نظر څرګند کړی او ویلي یې دي چې که د رای شمېرنې په بهیر کې یو نوماند د قانون خلاف غوښتنې مطرح کوي نو په حقیقت کې د افغانستان د وګړو رایو ته بې احترامي ده او بېځایه اتهامات به هېڅکله د چا په ګټه تمام نه شي. د دې ټېم یوه ویاند ښاغلي ظاهر ظهیر وویل: د رایو د شمیرلو د پروسې مدېریت د کمیسیون په وسیله صورت مومي نه د اشخاصو او که چېرې د یوه فرد غوښتنې قانوني بڼه و نه لري نو قانون ځواب نه ورته لري او له قانون څخه هېڅوک باید لوړې غوښتنې مطرح نه کړي. نو ضروري ده چې کمسیون خپل کارونه د قانون سره سم مخته بوزي او حقوقي نهادونه د دې پروسې د مدېریت نظارت وکړي. نوموړي همدارنګه وویل چې د رایو پایلې باید په خپل وخت د ټولټاکنو د خپلواک کمیسیون له لوري اعلان شي او هېڅ ډول مصلحت له قانون څخه لوړ و نه ګڼي.
د مدني ټولنې ګډې کاري ډلې یوې فعالې آغلې زرغونه وردګ وویل چې باید په دې برخه کې ملي منافع په نظر کې و نیول شي، د ټولټاکنو کمسیون دې د قانون سره سم ګام واخلي او پروسې ته دې د شفافیت په وسیله د لومړیتوب حق ورکړل شي.
د حقوقي چارو د کارپوهانو نظر
د حقوقي چارو کارپوه او د کابل پوهنتون استاد ښاغلي ودیر صافي وویل چې د انتخاباتو د رسمي شمېرو له مخې د نوماندانو له خوا د دې ډول غوښتنو مطرح کول د قانون خلاف عمل دی او هغه ډاډ څرګند کړ چې پایلې به په خپل وخت اعلان شي، دواړه نوماندان به یې و مني او هېواد به د هېڅ راز بحران طرف ته نه درومي.
د ننګرهار د پوهنتون استاد ښاغلي هجرت الله اختیار هم د ښاغلي عبدالله عمل د قانون خلاف و ګڼلو او ويې ویل چې د انتخاباتي بهیر مدېریت، د رایو شمېرل او د نتیجو اعلان د افغانستان د ټولټاکنو د خپلواک کمسیون دنده ده او پر دې مرحله کې نوماندان په کمسیون د اعتراض حق نه شي کولای بلکي د خپلو ناظرینو په وسیله د رای شمېرنې بهیر څارلی شي. نوموړي همدارنګه وویل چې نوماندان حق لري چې خپل شکایتونه او اعتراضونه یوازې د انتخاباتي شکایتونو د اورېدلو له کمسیون سره ثبت کړي.
د کابل پوهنتون د حقوقو د پوهنځۍ استاد ښاغلي نصرالله ستانکزي په داسې حال کې د افغانستان د ټولټاکنو او رایې شمېرنې په بهیر کې د ملګرو ملتونو ښکیل کول بې ګټې او غیر قانوني و ګڼل چې په هېواد کې د ټولټاکنو خپلواک کمیسیون او د شکایتونو د اورېدلو کمسیون موجود وي او د اساسي قانون سره سم یوازې د ټولټاکنو خپلواک کمسیون دنده لري چې روانې لانجې ته حل لاره و مومي او د رای شمېرنې بهیر په ښه شکل مخته بوزي.
په ولسي جرګه کې د خلکو استازې آغلې شکریه بارکزۍ د ښاغلي عبدالله عبدالله عمل د یوې دیموکراتیکې پروسې خلاف عمل ګڼلی دی او ویلي دي چې نور به په هېواد کې هر ډول کړنې د قانون په چوکاټ کې کېږي او د زور خبره په دې هېواد کې د تل لپاره ختمه شوې ده نو ښاغلي عبدالله عبدالله ته ښایي چې خپل او د خپلو ملاتړو احساسات کنټرول کړي او د هر ډول ناوړه پېښو یا تاوتریخوالي له کړنو څخه یې لرې و ساتي.

د ولس نظر
د افغانستان ځپل شوی ولس په شفافه توګه د خپلو رایو پایله غواړي او هغه شخص د خپل مشر په توګه مني چې رایه یې ورته ورکړې ده. دا ډول خبرې له کابل او د افغانستان له مختلفو ولایتونو څخه زموږ د یو شمېر هېوادوالو دي چې له آزادۍ راډیو، بي بي سي راډیو، یو شمیر کورنیو او نړیوالو رسنیو سره یې په پښتو او دري ژبه کړې دي او د ښاغلي عبدالله عبدالله عمل یې له اندېښنې ډک او غیر قانوني ګڼلی دی.
د نړیوالې ټولنې غبرګون
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سازمان ځانګړي استازي او د یوناما د دفتر مشر ښاغلي یان کوبېش د یو پیغام په ترځ کې د جمهوري ریاست د نوماند ښاغلي عبدالله عبدالله اقدام د تاسف او تشویش وړ ګڼلی او ویلي دي چې یوناما به د دې پروسي د بشپړوالي لپاره له قانوني نهادونو سره خپل کار او مرستې ته دوام ورکړي. په دې پیغام کې راغلي دي چې نوماندان او د هغوی حامیان باید خپل احساسات کنټرول کړي، د پروسې د شفافیت له لارې خپل اعتراضات د انتخاباتي شکایتونو د اورېدلو کمسیون ته و سپاري، له شخصي ګټو څخه تېر او یوازې ملي ګټې په نظر کې و لري.
همدارنګه په کابل کې د یوناما د دفتر ویاند ښاغلي نظیف الله سالارزي ویلي دي چې: موږ په دې خبره باندې خفه یو چې ښاغلی عبدالله عبدالله له قانوني نهادونو سره اړیکه پرېکړې ده بلکي باید له دواړو کمسیونونو سره ګډ کار او همکاري و کړي څو خپله قانوني پروسه بشپړه کړي. ضروري ده چې ټول اړخونه مسوولانه عمل وکړي او له داسې کړنو ډه ډه و شي چې د قانوني پروسې د اخلال سبب کېږي.
د افغانستان او پاکستان لپاره امریکا د متحده ایالاتو د جمهور رییس ځانګړي استازي ښاغلي جمیز ډوبنز د متحده ایالاتو د سنا د بهرنیو اړیکو په جرګه ګۍ د افغانستان په اړه ویلي دي چې موږ د افغانستان د جمهور رییس او د ټولټاکنو د دویم پړاو د دواړو نوماندانو سره په تماس کې یو څو نوماندان په خپلو هغو ژمنو و درېږي چې د ټولټاکنو د خپلواک کمیسیون سره یې کړې دي، کمسیونونو ته اجازه ورکړي چې خپل کار بشپړ کړي، په لومړي دور ټولټاکنو کې په پراخه پیمانه درغلي شوې چې له هغه وروسته د درغلیو د مخنیوي لپاره میکانیزمونه جوړ شول او د دې ډول درغلیو اندازه په دویم پړاو ټولټاکنو کې ډېره کمه وه. همدارنګه نوماندان باید د افغانستان د وګړو رایو ته احترام وکړي او د ټولټاکنو پایلې و مني. په همدې توګه باید هر څه د قانون سره سم مخته ولاړ شي، د انتخاباتي شکایتونو سره یوازې د قانون په چوکاټ کې چلند و شي او د ټولټاکنو کمسیونونه د نړیوالو ناظرینو سره یو ځای کار وکړي او هېڅوک باید داسې هڅه و نه کړي چې د دې پروسې د ګډوډولو باعث شي.
د ګارډین، نیویارک ټایمز او ډیلي ټیلګراف د ۱۳۹۳ کال د غبرګولي د میاشتې د ۳۰ مې ورځې ورځپاڼو هم د ښاغلي عبدالله عبدالله اقدام د هېواد راتلونکي ته خطرناک ګڼلی او هغه یې د یو ناببره ګواښ په توګه یاد کړی دی. همدارنګه د نوموړو ورځپاڼو په ځینو لیکنو کې راغلي دي چې په دغه راز اقداماتو سره په افغانستان کې لویې هیلې په مایوسۍ بدلېدلای شي او ښه راتلونکی له ځان سره نه لري.
د عبدالله مزاحمت د څه لپاره؟
د اصلاحاتو او همپالنې مشر ښاغلی عبدالله عبدالله په داسې حال کې له انتخاباتي پروسې سره د خپلې همکارۍ پرېکون اعلانوي، نوی مزاحمت ایجادوي او وارخطا کېږي چې په تېرو دولسو کلونو کې د افغانستان د دولت په ملکي او نظامي برخه کې تقریبا ۹۰ سلنه پوستونه او امکانات په دې ډله پورې اړه درلوده، د مجاهدینو له نامه څخه یې استفاده کړې، په کابل او ولایتونو کې د زیاتو پانګو ملکیت د همدې ډلې افرادو ته منسوب شوی دی. له بده مرغه چې په همدې موده کې د ژوند په زیاتو مواردو کې قانون یوازې د کاغذ پر مخ پاتې شوی او اداري فساد ته په لویه پیمانه لمن وهل شوې ده چې یو شمېر کړۍ د همدې وضعیت امتداد غواړي.
له بلې خوا په داسې حال کې چې د افغانستان حکومت د ۳۰ په شاوخوا کې وزارتونه او مستقل ریاستونه لري، همدا اوس د ښاغلي عبدالله عبدالله له لوري سلګونه وزارتونه او لوی لوی منصبونه د نوموړي ملاتړو ډلو او افرادو ته وعده شوي. همدارنګه هرو مرو به د ښاغلي عبدالله عبدالله ټېم یو څه مصرف خو هم کړی وي چې له ګټې سره یو ځای به د هغه د بېرته پوره کېدو په فکر کې وي.
پایله
زموږ له نظره نور په افغانستان کې د زور او ټوپک خبره د تل لپاره ختمه شوې، چا چې په سیاسي او دیموکراتیکه پروسه کې ګډون کړی باید د همدې پروسې ټولو اړخونو ته ژمن پاتې شي، قانون و مني او له هر ډول شخصي ګټو څخه تېر شي. موږ باور لرو چې د ټولټاکنو د دویم پړاو پایلې به په خپل وخت سره اعلان شي، دواړه نوماندان به یې هرو مرو و مني خو تر دې د مخه ولس، وګړو او هېواد ته د تشویشونو زېږول د هغو افراد د مینې کچه نوره هم را ټيټوی چې هڅه کوي په افغانستان کې نوی را ټوکېدلی قانوني بهیر زیانمن کړي.
حالات داسې ښيي چې ښاغلی عبدالله عبدالله به بیا هم مزاحمت کوي خو ډېر زیات به خپل مخالفت ته د دې له کبله دوام ور نه کړي چې د جهاد په نامه سوداګر د حده زیات چاغ شوي او همدا اوس یې په د هېواد په زیاتره اقتصادي زېربناوو خېټې لګولې دي نو دوی به و نه غواړي چې له خپله لاسه یې غوړه لمړۍ له لاسه ووزي. بل دا چې دوی د خپل چاغښت له امله نور د دې توانايي نه لري چې د پخوا په څېر هر ډول سختیو او شرایطو ته غاړه کښېږدي. نو که د عبدالله پلویان هڅه وکړي چې حالات خراب کړي تر ټولو لومړی تاوان به دوی په خپله کړی وي.
له بلې خوا ښاغلی عبدالله عبدالله او پلویان یې په داسې حالاتو کې د ستونزو د را ولاړېدو او د انتخاباتي بهیر د خرابېدو خبرې کوي چې د افغانستان موضوع یوې حساسې مرحلې ته رسېدلې ده او په سیمه کې حالات د بدلېدو په حال کې دي. پاکستان په شمالي وزیرستان کې د توندلارو په ضد عملیات پيل کړي چې لوی لوی نوي ناورینونه یې زېږولي او هرو مرو به د افغانستان په حالاتو تاثیر کوي. په عراق کې د هغه هېواد د حکومت مخالفینو ډېر پرمختګ کړی دی او نړیوال وېره لري چې ورته ستونزې په افغانستان کې رامنځته نه شي. همدارنګه په افغانستان کې له مخالفینو سره د سولې څرک په لګېدو دی. له بلې خوا نړیواله ټولنه په دې هڅه کې ده چې هر څومره ژر چې وي نوی افغان انتخابي ولسمشر په کار پيل وکړي او د امریکا د متحده ایالاتو سره امنیتي تړون لاسلیک کړي. نو نه به افغانان او نه هم نړیواله ټولنه اجازه ورکړي چې ښاغلی عبدالله عبدالله او پلویان یې افغانستان له یوې بلې لویې ستونزې سره مخ کړي. بل دا چې افغانستان یوازې د یوې ډلې یا شخص ملکیت نه دی بلکي د ټولو افغانانو ټاټوبی دی او هر افغان حق لري چې د خپلې ورکړې رایې په رڼا کې یو روښانه، سوله ایز، پرمختللی، خوشحاله او له فساد څخه پاک هېواد و ګوري او په مدني خوځښتونو یې د داسې اړخونو له ښکېلاک څخه و ژغوري چې دغه ویاړلي هېواد ته روغ نیت نه لري.

اخځلیکونه
۱.د آزادۍ راډیو پښتو او دري خپرونې،
۲.د بي بي سي راډیو، پښتو او دري خپرونې،
۳.د امریکا غږ آشنا راډیو، پښتو او دري خپرونې،
۴.کورنۍ تحریري، سمعي او بصري رسنۍ،
۵.د یوناما ویب پاڼه،
۶.د ټولټاکنو د خپلواک کمسیون ویب پاڼه
———-
له تانده په مننه