کندهار:د اتو محلونو رایي باطلي اعلان سوې
په کندهار کې د اتو محلونو رايې باطلي اعلان سوې
د کندهار د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون د ٧٥ قرنطين سويو محلونو د رايو د بررسۍ او څېړني وروسته د اتو محلونو رايې باطلي اعلان کړې.
د کندهار د ټآکنيزو شکايتونو د کمېسيون مشر مړوند وزيري وايي، چې دا محلونه يې د ولسمشرۍ د دوهم پړاو ټاکنو څخه د شکايتونو پر بنسټ باطلي کړي دي.
هغه زياته کړه، چې د دوهم پړاو ټاکنو د ورځې وروسته يې په ٤٨ ساعتونو کي د دواړو ټاکنيزو ټيمونو له لوري ١٣٤ شکايتونه ثبت سول، چې ١١ يې په اغېزمن او ٨٨ يې شواهد او مدارک درلودل.
دده په وينا، چې زيات دغه شکايتونه د ډاکټر عبدالله عبدالله د ټاکنيزي ډلې له لوري وه، چې پر امنيتي چارواکو او د کمېسيون پر کارکوونکو يې د درغليو تورنه پورې کړي وه.
هغه زياته کړه، چې تېره ورځ يې ياد شکايتونه په علني ډول ټاکنو د څآر د مسولينو په وړاندې وڅېړل، خو د ډاکټر عبدالله د ټيم غړو پکښي ګدون ونه کړ.
دى وايي، چې دوى د هغوئ پرته هم خپل کار ته ادامه ورکړي او څېړنې پر مهال يې د ٧٥ قرنطين سويو محلونو د رايو د څېړنې وروسته د اتو محلونو رايې باطلي اعلان کړې.
په همدې مهال د کندهار د ټآکنو د خپلواک کمېسيون چارواکي وايي، چې دلته د ولسمشرۍ د دوهم پړاو ټاکنو د شفافيت لپاره د اوو محلونو رايې بيا شمېري.
ددغه کمېسيون مشر انجنير عبدالهادي داوري وايي، چې ١٨ نور محلونو بيا چيک او بررسي کوي، ترڅو معلومه کړي، چې اسناد يې پوره دي کنه؟
که څه هم د کندهار ترڅنګ د افغانستان په نورو ولايتونو کې د پراخو درغليو ادعاوي کېږي، خو د کندهار اوسېدونکي خپلو رايو ته درناوي غواړي او د دواړو کانديدانو غواړي، چې حق ته غاړه کښېږدي.