کور / کتاب / ( خپل وطنه ، ګل وطنه )

( خپل وطنه ، ګل وطنه )

دا د تکړه ليکوال او طنز ليکونکي ښاغلي عبدالنافع همت د متلونو کيسو کتاب
دى چي تازه د علامه رشاد خپرندويي ټولني لخوا په زر ټوکه کي چاپ سو .
په دې ١٤٤ مخه کتاب کي د متلونو ٨٠ کيسې را ټولي سوي دي ، په ښه روانه او
ښکلې ژبه اوډل سوي دي ، مهمه داده چي د هر چا څخه يې کيسه اورېدلې ده د
هغه نوم ، نېټه او پته هم په لمن ليک کي ليکل سوېده ، ښاغلي سليمان لايق
او ښاغلي حبيب الله رفيع سريزي باندي کښلي دي چي د متلونو د کيسو پر
ارزښت باندي ږغيدلي دي .