کور / اسلامي / د سود لڼد بيان

د سود لڼد بيان


۱- سود :


لومړی  دسود په اړه الهی لارښوونه :


يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ اتَّقُواْ اللّهَ وَذَرُواْ مَا بَقِيَ مِنَ الرِّبَا إِن كُنتُم مُّؤْمِنِينَ (البقره 278 ).


ای مؤمنانو! له خدايه  وويريږی  اوستاسوچه کوم سود پرخلکو پاتی دی هغه ورپريږدی  که په رښتيا سره مو ايمان راوړی وی . ( د سود دحراموالی نه مخکی وخت ته اشاره ده )


يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ لاَ تَأْكُلُواْ الرِّبَا أَضْعَافًا مُّضَاعَفَةً وَاتَّقُواْ اللّهَ لَعَلَّكُمْ تُفْلِحُونَ (ال عمران 130).َ


ای مؤمنانو سود مه خوری داڅوچنده ذياتی له خدايه وويريږی ښايی چه تاسی بريالی شی.







دسود پيږندل  :


سود په لغت کی  ذيادت يا ګټی ته وايی  چه په دوه ډوله دی ، د پور سود او د بيعی  يا راکړی ورکړی


سود دواړه ډوله حرام سخته  هلاکوونکی ګناه ده  چه سختی خطرناکی پايلی لری .


اليف ) : دپور يا قرض سود :


دپور سود هغه سود دی چه څوک چاته پيسی پور ورکړی  له هغه څخه  ذياتی پيسی واخلی  يا د مودی په تيريدلو ګټه ورڅخه اخلی .


دبانک سود همدا ډول سود دی  چه  بانک دقرضدار په مثال وی  چه په بانک کی د پيسو جمع کوونکی ته دمودی يا مهلت له  مخی  ګټه ورکوی  .


يا له بانکونو څخه  پور اخيستل  هغوی  ته په ټاکلی فيصدی کټه ورکول  .


داهمغه دجاهليت  دوخت سود  ته ورته سود دی  چه په کفری نړی کی له همغه وخته  په ميراث  پاتی دی


او اوس په اسلامی امت کی هم د خريدلو په درشل کی دی .


مسلمانان بايد دی ستراقتصادی ناولی طوفان ته سخت فکرمن   وی  پام کوی ! چه دی ناولی شيطانی بازار کی ثبت نام ونه کړی .







ب ) : د بيعی ( راکړی ورکړی ) سود :


دبيعی سود هغه سود دی  چه د وزن  او  پيمانی   وړ مال چه له يوه جنس څخه وی په ذيادت سره تبادله شی او لاس په لاس نه وی  .


پدی اړه نبوی ارشاد :


عن عُبادَة َ بنِ الصّامِتِ  قَال قَال رسول الله صلي الله عليه وسلم  اَلذَّهَبُ بِاالذّهَبِ  وَالفِضّةُ بِاالفِضّةِ وَالبُرُّ بِاالبُرِّ وَالشَّعِيرُ بِاالشَّعِرِ وَالثَّمَرُ بِاالثَّمَرِ وَالمِلحُ  بِاالملحِ مِثلاً بِمِثل ٍ سَوَاءً بِسوَاءٍ يَداً بِيداٍ فَاِذَا ختَلَفَت هذِهِ الاَجنَاس ُ فَبيعُوا كَيفَ شِءتُم اِذاَ كَانَ يداً بِيَدٍ ( رواه مسلم ).


له عباده بن صامت (رض ) نه روايت دی چه  رسول الله صلي الله عليه وسلم  فرمايلی : سره زر په سرو زرو ، سپين زر په سپينو رزو ،غنم په عنمو ،وربشی په وربشو، خرما په خرما ،مالګه په مالګه  په بدل کی ده – يوشان برابر او لاس په لاس ، اوهر کله چه جنسونه سره  مختلف وی  نوڅنګه موچه خوښه وی خرڅوی ،په شرط ددی چه لين دين لاس په لاس وی .


نو دګران پيغمبر(ص )  په  پورتنی مبارک ارشاد کی  دبيعی سود ته پوره وضاحت ورکړ شوی دی .


هغه مواد چه په جنس  کی سره يوشان وی  دتول او پيمانی وړ وی ذيادت پکی حرام دی او راکړه ورکړه به لاس په لاس وی  لکه غنم په غنمو که د يوه لوری غنم خراب هم وی  نو ذيادت پکی حرام دی


اوکه اجناس سره فرق ولری  لکه  غنم په وربشو نو د دواړو طرفو په خوښه او موافقه ذيادت پکی روا ه دی  ولی مهلت  پکی حرام دی لاس په لاس به وی .


علاوه له دغو شپږګونو موادو کوم چه په حديث شريف کی ذکر شول نور مواد چه د وزن او پيمانی وړ له يوه جنسه وی ذيادت پکی حرام دی  لاس په لاس به وی ( امام ابوحنيفه رح ) .



اوکه د تول او پيمانی وړ هم نه وی  په جنس کی سره برابر هم نه وی  نو بيا ذيادت او مهلت دواړه پکی رواه دی  د دواړو طرفو په خوښه .