یو ډیر زړه دردونکی خبر!  [ژباړه : نثاراحمد صمد]

د لراوبر اداره | جون 17th, 2008


د کاناډا مشهوري ورځپاڼی « ټورنټو سټار» د ۲۰۰۸ د جون پر ۱۶ یو ډیر خواشینونکی راپور خپور کړ چی عنوان یی « مه ورته ګوره ، مه وایه » دﺉ . خبر یال یی هم ریک ویسټ هیډ دﺉ . دا راپور په دې ډول دﺉ :


 


یوه قاضی عسکره چی هغو پوځیانو ته مشوره ورکوي چی دجګړې نه د ما بعده ذهنی ټکان (      ) له امله هیواد ته راستنیږی وایی چی هغه کاناډایی عسکرو ته چی په افغانستان کی وظیفه اجرا کوي، د خپلو لوړو افسرانو لخوا امر سوﺉ چی په خلکو کی پر جنسی حملو باندی « سترګي پټي کړﺉ». دا قاضی سربازه چی ژین جونز نومیږی، وایی چی ما په دې وروستیو کی داسی یو عسکر ته سلا مشوره ورکوله چی هغه ویل ما د یو افغان عسکر لخوا پر یو هلک باندی جنسی تیرﺉ په خپلو سترګو ولیدﺉ او بیا می خپل مافوق آمر ته پدې اړه راپور هم ولیکی.


دا د خپل مارچ د میاشتي په راپور کی چی ښایی « لوړو مراجعو» ته به رسول سوﺉ وي، وایی چی زما پړکمشر راته وویل چی کاناډایی پوځیانو ته دخپلو لوړو قوماندانان لخو هدایت سوﺉ چی پر دغه جنسي تیري باندی « سترګي پټي کړی» . جونز د دې راپور ځواب هیڅ تر لاسه نکړ.


په داسی حال کی چی د کاناډایی پوځ څو قاضی پوځیان وایی چی نورو عسکرو هم عینأ ادعاګاني کړي، خو هغه کاناډایی لوړ افسر چی پدې موضوع ښه خبر دﺉ وایی چی د ملی دفاع د وزارت قاضیان استد لال کوی چی کاناډا د دې دعوو د سپینولو یا ګرویږنو وظیفه نه لري دا ځکه چی هیڅ کوم عسکر هم رسمأ شکایت نه دﺉ کړﺉ. دغه افسر وایی چی « دا د خندا وړ خبره ده، موږ اخلاقی او اصولی مسؤلیت لرو چی دا تعقیب کړو، نه دا چی پر هغه سترګي پټی کړو، دا ځکه چی دغسی کار به د افغان حکومت سره زموږ کار نور هم ستونځمن کړی. موږ باید په افغانستان کی د هغو خلکو سره مرسته وکړو چی د نورو د ښکار وړ ګرځی.»


یوه آزادانه ادعا د کاناډایی پوځی قاضی «تراویس شاوتن» ذکړ کړي بیان ته ښه اعتبار ورکوي چی د ۲۰۰۶ د سپتمبر څخه د ۲۰۰۷ تر لومړیو پوری یی په افغانستان کی وظیفه اجراکړې او فعلأ د (      ) یعنی د جګړې څخه د مابعده ذهنی ټکان په تکلیف اخته دﺉ.


په شنبه د سټار ورځپاڼی یوې کیسې د شاوتن لخوا د هغه تور جزءیات خپاره کړل چی ویل یی ده د خپل سفر پر مهال د افغان ملی اردو د یو عسکر لخوا پر یو ځوان هلک باندی جنسی تیرﺉ اوریدلی او بیا یی په خپلو سترګو لیدلي چی د هلک اړونده ځای ډیر زخمی و او کولمې او مقعد یی د بدن څخه دباندی راوتلی او ځړیدل. دا تیرﺉ د ۲۰۰۶ په وروستیو کی عملیاتی اډې ته نږدې یعنی د کندهار د هوایی ډګر په شل کیلو مترۍ کی وسو. یو بل پوځی قاضی «جو جونز» په پیتاواوا کی وویل چی یو درېیم پوځی قاضی تیر دوبی په خپله نوبتی غونډه کی نورو ته د څو کاناډایی پوځی پولیسو لخوا د اړونده موضوع د فیصله کولو سره مرسته وغوښته چی تر اوسه یی د دغسی تیریو د تمښت په هکله هیڅ هم نه دي کړي. دغه پوځی قاضی د تفصیلاتو څخه ډډه وکړه. برییان ویلفرټ، په پوځی برخه کی د لیبرال ګوند انتقادي وایی چی ما د خپلو ګوندی لویانو څخه غوښتي چی د جنسی تیریو په هکله پر خارجه وزیر ډیویډ ایمرسن باندی فشار تصویب کړي او د نن ورځی د پوښتنو په برخه کی هغه ته ځای ورکړي. ویلفرټ د شاوتن ادعاګاني « ډیري جدی او پریشانونکي» وبللې او وایی چی کاناډا باید د دې تورونو په باره کی افغان حکومت ته یوه دیپلوماتیکی یادونه ولیږي. دﺉ وایی : « هر څوک چی وایی دا د کلتوری تفاوتونو خبره ده، نو باید تر پوښتنی لاندی راوستل سي.»


د کاناډایی ځواکونو ویندوی تورن پاول دوسیت وایی چی پوځ یوازی د شاوتن د ادعاګانو څخه خبر دﺉ او غواړي چی صرف هماغه تحقیق کړی. دوسیت دا نه وایی چی ولی پخوا تردې ګرویږني نه دي سوي. شاوتن تیره میاشت د ملی دفاع په اړه پارلمانی فرعی کومیټې ته د شاهدۍ په توګه دا تیرﺉ بیان کړﺉ و. دا شاهدي د تړلو دروازو تر شا د کېمرې په توسط ورکول کیده.


دوسیت په یو ایمیل کی وویل چی « مخکی لدې چی د افغان چارواکو سره داسی یوه مسًله مطرح سی نو د هغې په اړه باید خاص اضافی معلومات موجود وي. په هر حال، د دغسی کړنو اتهامونه ښایی افغان چاراکي د خپل افغانی قانون له مخی حل و فصل کړی.»


 


دوسیت د دې پوښتنی په ځواب کی چی که کاناډایان د خپلی ګومارنی د مقرراتو له امله په دغسی قضیو کی د مداخلې څخه منع کړه سی ، لیکی چی د پوځی تحقیق عمومی هدف دادﺉ چی د خپلو عملیاتو پر مهال د پوځی ځواکونو لخوا د زور څخه کار وانه خیستل سی. ټول کاناډایی پوځیان په هره درجه او رتبه چی وی، داسی روزل سوي چی د مهمو پیښو په هکله خصوصأ که هغه داسی پیښه وی چی حل یی باید تر دوی لوړ افسران وکړي، نو ضرور باید لوړو افسرانو ته خبر ورکړي.»


ډګرمن ستیفان ګرینر وایی چی دﺉ د شاوتن سره ږغیدلی، د هغه پر کیسه باور لری، او زیاتوی چی ده د یو بل هغسی کاناډایی عسکر سره هم خبري کړي چی ادعا کوي چی د کټ مت یو تیري شاهد دﺉ. ګرینر د یو برتانوی عسکر سره هم ږغیدلی او هغه ورته ویلي چی ما یو ځوان هلک په داسی حال کی ولید چی د یو افغان عسکر لخوا تر جنسی تیري لاندی و چی زموږ لوړ افسر  هلته د افغان اردو د افسرانو سره غونډه لرله.


د جنسی تیریو تهمتونو کاناډا د سیمه ییز افغان حکومت سره په یو اغزن دریځ کی درولې ده او دا د هغو تیرو مأموریتونو خاطرې بیا را تازه کوي چی د کاناډایی عسکرو پی.ټی.ایس.ډي یعنی د جګړې نه  مابعده ذهنی ټکان یی نور هم ډیر کړﺉ و .


په بوسنیا کی تر وظیفې وروسته په ځینو پوځیانو کی هغه وخت د جګړې نه مابعده ذهنی ټکان مشاهده سو چی دوی نه پرېښودل کیدل تر څو د عسکرو لخوا د جنسی تیریو چی په سترګو یی لیدل، مخنیوﺉ کړی وای . متقاعد جنرل رومیو الایر هله په ښه توګه د جګړې نه د مابعده ذهنی ټکان (      ) سره مقابه وکړه چی ملګرو ملتونو په ۱۹۹۴ کی د راوندا د عامی وژنی په تمښت او بندښت کی د ده د هلوځلو مخنیوﺉ وکړ.


 


ښه ګرانه لوستونکې، داو د ټورنټو سټار د ورځپاڼی عینی راپور . دا خو صرف هغه پیښی وې چی څو خارجی عسکرو په سترګو لیدلی وې. آیا دا اشغالګران افغانستان ته دغسی په اصطلاح ملی اردو ور جوړوی؟ آیا ګوډاګی رژیم په خپله دغه غیر ملی اردو سره نازیږی؟ آیا دا هغه ملی اردو ده چی د جوړولو لپاره یی شل ملیارډه ډالره ضایع سوي دي؟ آیا په دغسی اردو سره وطن ساتی چی هغه په خپله پر خپل ناموس تیرﺉ او تجاوزکوي؟ ښایی د ګوډاګی رژیم مشر ته به د خپلي اردو همدا وفاداری او میړانه او وطنپرستی ثابته وه چی بی اختیاره ږغ ترې راووت چی « کاشکی طالبان زما عسکر وای » .  اللهم اشفل الظالمین با الظالمین . والسلام،



لراوبر: پرون د امريکا مشهوري ورڅپاڼي واشنګټن پوست هم دې ته ورته يو زړه بوږنوونکی خبر خپور کړی و ، تاسو يې لوستلو ته رابولو .


Sex trade thrives in Afghanistan



 


 

Copyright Larawbar 2007-2024