د نيشاپور شاهين ۱۴
شپه توره تیاره اوستوري یی ځلیدونکې اوپه ډیر جبر او بې ذوقۍ سره د سهار په لور په منډه وه . حماد په ژور خوب ویده وچې ګیان یی په اوږه لاس کیښود اوغوښتل یی راویښ یی کړي ،حماد اړخ بدل کړ او په ډیر معصومیت سره یی په وخوب کې وویل : « حسنه ، حارثه ! …ما پریږدئ … مورې ! حسن اوحارث منعه کړه ، ما ټوله ورځ کار کړې او ستومانه شوې یم دوې ما بې وخته تنګوي اودخوبه مې باسی .»
ګیان نیغ و درید اوپه ډیر رقت سره یی وویل : « زما د قوم زویه ! تا دملت په خاطر څومره اوږود او سخت سفر کړې او دلته را رسیدلې یی. کومې مور ته چې ته اواز کوې ، هغې ته دې خیر وي ، که چیرې حسن او حارث ستا ورونه وي نو زما مولې دې هغوې پخپله پناه کې وساتي اوژوندې او خوشحاله دې یی کړي . »
ګیان ځان سنبال کړ اودوباره یی د حماد اوږه زور کړه ، ویی خوځاو او ورته یی وویل : « مالکه پورته شه » حماد سترګې پرانیستې او دګیان په لور یی وکتل . ګیان د« السلام علیکم » په ویلو سره بیا وویل : « مالکه سهار شوې دې ، ایا دسهار لمونځ نه اداکوې ؟ »
حماد راپورته شو او ویی ویل : « ډیره مننه چې زه دې راپورته کړم ، او که نه زه په ژور خوب کې تللې وم »
ګیان دلاسه ونیوه او ورته یی وویل « راځه چې زه دې طهارت ځآې ته یوسم ، هلته مې درته ګرمي اوبه ایښودې دي »
حماد دهغه سره بیرون راووت ،لمړۍ یی په ګرمو اوبو غسل وکړ ، بیا دګیان سره یو ځآي کمرې ته راغې او ورته یی وویل « ماته د اوداسه له پاره اوبه راوړه »
ګیان له لاسه و نیوه او ورته یی وویل : « ته کمرې ته راشه ،هلته د اوداسه له پاره ګرمي اوبه ایښې دي .»
حماد بیرته په خپله بستره باندی کیناست ، ګیان یی دپښو لاندې یوه لویه پتیله کیښوده او ورته یی وویل : «ته اودس کوه زه به اوبه در اچوم »
حماد دخپله ځایه راپورته شو او د اوبو کوزه یی دګیان څخه واخسته اودپښو څخه یی پتیله لرې کړه او ویی ویل : « ګیانه ! خداې په اسمان کې دې او لاندې په زمکه مونږ ټول مسلمانان یو شان برابر یو . کله چې زه خپل کار پخپله کولې شم نو ته به مې ولې خدمت کوې …»
حماد کوزه راواخسته اوبیرون راووت اوهملته کیناست اودس ییی وکړ ، تر دې وخته پورې بدري نات هم راغلې و اوکوټي ته ننوتې و . حماد داوداسه وروسته راپورته شو او داسمان په لور یی وکتل ، باران ولاړ و. اسمان صاف و ،او ستورو هرې لورې ته ځلا شیندله . حماد کمرې ته راننوت . ګیان لا دمخه یو لوې څادر خپور کړې و اوبیا دوې دټولو یو ځاي دسهار دلمانځه د ادا کولو له پاره په جمع و دریدل .
نور په پنځلسمه برخه کي