کندهار:دقوماندان استفا ته اړ کول او د خلګو اندیښنې
د کندهار امنيه قوماندان جنرال رازق استعفا ته اړيستل سوی
یو شمېر رسنيو خبر ورکړی، چي د کندهار امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق د مخالفينو د وژلو په اړه د کړو څرګندونو له امله استعفا ته اړ سوي.
سرچيني وايي، چي هغه تر اوسه استعفا نه ده کړې، خو استعفا ته تياری نیسي.
تر اوسه په دې اړه کره معلومات نه سته، چي هغه ولي استعفا ورکوي، خو ممکن په ژيړۍ ولسوالۍ کي د هغه د وروستي امر له امله وي.
هغه په ژيړۍ کي د نژدي ۲۵۰ جګړه مارو تر وژلو وروسته امر کړی وو، چي به جګړه کي نيول سوي مخالفین تر عدالته مه رسوئ او ويې وژنې.
د کندهار د والي ویاند دواخان مينه پال دغه خبر نه ردوي او نه يې تاييدوي.
خپله قوماندان جنرال عبدالرازق هم په دې اړه څه نه دي ویلي، خو ددې خبر سره د کندهار اوسېدونکي په اندېښنه کي لوېدلي.
هغه په جنوب کي يو پیاوړي قوماندان وو، چي د ولسمشر له لوري د حوزې اوپراتيفي مشر هم ټاکل سوی وو.
د پولیسو په ليکو کي اصلاحات او ډاډمن امنيت هغه څه وو، چي د کندهار اوسېدونکي يې خوشاله کړي وه.
د کندهار اوسېدونکي اندېښنه لري، چي د جنرال رازق په استعفا سره به دغه ولايت تر اوس نور هم د مافیا لاس ته لويږي، جنايتکارانو ته د جنايتونو فرصت ورکول کيږي، غلاوي او ناامنيو لا زور اخلي.
جنرال عبدالرازق د ۲۰۱۱ کال په اپريل مياشت کي په داسي حال کي د کندهار امنيه قوماندان وټاکل سو، چي وسله وال مخالفين تر ښاره رارسېدلي وه او داسي ورځ دي نه وه، چي دلته ځآنمرګي او بمي چاودني نه ترسره کيږي.
نوموړى تر دې وړاندي کلونه – کلونه د سرحدي پوليسو د درستيزوال په توګه دنده پر مخ بيول.
تر دې مخکي مل پاسوال خان محمد د کندهار امنيه قوماندان و چي د يوه ځانمرګي بريد په پايله کي د قوماندانۍ په انګړ کي ووژل سو.