د نيشاپور شاهين اخيره برخه
بله ورځ حماد اوایلک خان دواړه د اجمیر په لور روان شول . بدرې نات ورته مناسب
کالي او لباس تهیه کړ. اواوس هغوې په دې کالیو کې د کشترې په څیر ښکاریدل . د
بهیم سیم څخه د وتلو وروسته هغوې د هستناپور په لور مخه کړه ، یوه شپه هملته تم
شول اوارام یی وکړ . بیا یی دهغه ځایه حرکت وکړ او په ډیره چټکتیا سره د
ساتګړ،بهرت پور ، جې پور ، کشن ګړ، څخه تیر او د اجمیر ښار ته ورسیدل ، په دې وخت
کې لمر د غروب په حال کې و. دوې دښاره بیرون په یوه ځانته ځآې کې جوړ شوي سراې کې
ځانته یوه کوټه و نیوله او درتنا د ازادیدو له پاره یی په مختلفو تدبیرونو کار
پیل کړ .
حماد اوایلک خان په ا جمیر کې نژدې یوه میاشت و اوسیدل ، خو په دې
ټوله موده کې هغوې نه رتنا پیدا کړاې شوه او نه یی دپشپال کوم درک خرکو موند . ان
تر دې چې اجمیر ته په را رسیدو سره یی د رتنا مخ هم ونه شو کتلاې . ان تر دې چې
هغه ورځ هم را ورسیده په کومه چې راجه دخپلې کرشنا سوئمبر لمانځه .
د راې
پتهورا د محل سره نژدې چې دپهلوانانو دمقابلو او دنښه ویشتونکو دجنګ له پاره چې
کوم ډګر جوړ کړل شوې و، دهغې نه بیرون په یوه خلاص میدان کې ، تر هغو چې سترګو
کتلاې شو خیمي ښخې کړل شوې وې ،تر څنګ یی لویی لویی خیمي او شامیانې هم نصب کړل
شوې وې . د راج فیل چې زري ستر ستر څادرونه پرې غوړول شوي وو دخپلو پالونکو
په اشارو په ازاده توګه هلته ګرځیده . د کلي کلي او ښارښار څخه کشتري پهلوانان
اونښه ویشتونکي په دې سوئمبر کې دبرخې اخستو له پاره دلته راغلي و. په دې ډله کې
حماد هم شامل و. په داسې حال کې چې ایلک خان په خپلو لاسو کې نیزه نیولې وه
اودحماد تر څنګ ولاړ و اودا ټول منظریی کوت .
لږه شیبه وروسته راجه پتهورا
دخپله محله راووت . په طلایی ګاډۍ کې سپور و . شاوخوا یی لعل رنګه پردې راځړول
شوې وې ،ګاډۍ دمیدان په هغه ځآې کې تم شوه چیرې چې د سور کاڼي څخه اویا اتیا
فټه لوړ مینار جوړ کړل شوې و . ددې مینار د پاسه لس فټه پورته د لرګي څخه
جوړه کړل شوې پیشو نصب کړل شوې وه . د لرګیو ددې جوړې کړل شوې پیشو د پاسه د سور
رنګ یوه لرګیزه تخته ایښودل شوې وه . ددې تختې تر منځ یوه کوچنې شانته دایره
وه اوپه سوئمبر کې برخه اخستونکو نښه ویشتونکو به همدا سپین ګول دایروي شکله
ځآې دخپلو غشو نښه ګرځوله .
کله چې د طلایی رنګ دغه ګاډۍ په خپل ځاې کې و
دریده نو تر ټولو لمړۍ راجه پتهورا ترې راښکته شو،بیا راج کماري کرشنا ترې را
ووتله . هغې دسور رنګه وریښمو کالي اغوستې واوپه مخ یی نازکه پوډر هم وهلي
و. اخر د همدې ګاډۍ څخه رتنا هم په داسې حال کې را کیوته لکه چا چې په زور
راکیوستې وي اویا یی ورته په ډیره سختۍ سره د ګاډۍ څخه د راوتلو حکم کړې وي .
هغه غمژنه وه . د مړژواندي او رژیدلي ګلاب په څیر ګرځیدلې وه . دهغې په ښایسته
مخ باندی د دردونکو احساساتو نښې نښانې د ورایه څرګندیدې .
راجه پتهورا ،
راج کماري کرشنا او رتنا له ځآنه سره کړې او شانشین په لور ورغې . هلته یی د
سوئمبر د پیلولو اعلان کاوه . د راج کماري کرشنا په لاسو کې درنګا رنګ ګلانو یوه
غنچه وه او د راجه په ښي لورې کې ناسته وه ، اودخپل مخ څخه یی هغه نرې شال هم
لرې کړې و.
دنندارچیانو یو هجوم راټول شوې وټولو غوښتل د راجکماري ښایست له
نژدې وویني ، راجه رتنا ته په خپل کیڼ لورې کې دکیناستو حکم وکړ هغه هم مجبوره
وه چې د حکم سره سم عمل وکړي او هملته په ور ښوول شوي ځاې کې کیناسته . که څه
هم هغه غمګینه وه خو دهغې حسن د را جکماري ښایست تر اغیز لاندې راوستې واو د
نندارچیانو په زړونو کې یی خاص اغیز شیندلې و.
حماد هملته درتنا تر څنګ ولاړ و
، هغه په دې خاطر په خپل مخ او سر باندی اوسپنیز نقاب ایښودې و چې رتنا یی و نه
پیژني اود خپل فطرت له مخې دهغه راز را ونه سپړي ، راجه پتهورا د لاس په اشارې
سره د سوئمبر دپیلیدو حکم وکړ . په سوئمبر کې برخه اخیستونکې ټول نښه ویشتونکې
کشتریان په کتارولاړ و. د راجه پتهورا کارکوونکي هم هملته دشانشین تر څنګ ولاړ
و او ددې نښه ویشتونکو تر منځ یی غشي ویشل .
هر نښه ویشتونکې به چې د شاه
نشین څخه تیریده نو د راجه مامورینو به ورته پنځه غشي ورکول ، هغوې به یو اوږود
چکر واهه اوبیا به د هغه برج څخه په لږ واټن دشرق په لورې دریده دکوم د پاسه
چې هغه تخته ایښوول شوې وه . هغه ځآې کې به چې په سوئمبر کې برخه اخستونکې دریدل
هلته د لرګیو په یوه کوچني شاه نشین باندی یو دروند او وزني کمان ایښوول شوې و
اوبیا به په همدې شاه نشین ددریدو وروسته دبرج د سرې تختې په ګول دایره باندی
هدف ویشتل کیده .
حماد په داسې حال کې چې په خپلې څهرې یی خود را اچولې و
دشاه نشین تر مخه تیر شو، رتنا هغه و نه شو پیژاندې ځکه چې هغه خپل د ټاټ لباس
هم بدل کړې و. کله چې د راجه مامورینو ورته پنځه غشي ونیول نو هغه دغه ټول غشې
راواخیستل ، ویی کتل اوبیا یی ترې یو خوښ کړ او نور یی بیرته هغو مامورینو ته
ورکړل . راجه ددې وضعیت په کتلو سره ډیر حیران پاته و ، په دې خاطر یی دهغه څخه
وپوښتل :
« اې نښه ویشتونکیه ! تا ولې یواځي یو غشې راواخیست . په داسې حال کې
چې دغه پنځه واړه غشي ستا حق دې . ټول واخله او ګټه ترې پورته کړه .»
حماد
خپل سر ښکته کړ او په ټیټ اواز یی وویل : « مهاراجه ! که چیرې زما فن ، زما جنګي
مهارت او ریاضت پوخ وي نو زما له پاره همدا یو غشې بس دې ، په نورو څلورو به څه
وکړم ؟»
راجه ورته یو ځل بیا وویل : « ته یو زړه ور او میړنې ځوان ښکارې ، دخپل
مخ نه دې دغه نقاب لرې کړه چې زه دې ووینم .»
حماد ورته په منت کونکې توګه
وویل :« مهاراجه ! ما د کرشن د بُت ترمخه سوګند کړې چې زه به د خپل مخ نه تر هغې
نقاب نه لرې کوم ترڅو مې چې دا سوئمبر نه وي ګټلې ، که چیرې ناکام شوم نو چاته
دخپل مخ د ښوولو پرته به بیرته نګرکوټ ته ستنیږم . چیرې چې زما ګورور دغره
په سر ولاړ او هره ورځ زما لارې څاري . خو که چیرې بریالي شوم نو دخپل مخ څخه
به پخپله نقاب لرې کوم» راجه خاموشه شو….حماد یی ددې خاموشۍ څخه ګټه پورته
کړه اومخته ولاړ .
دهغه کمان په واسطه چې غشی ویشتل کیده هغه دومره سخت و
چې عام انسان دهغې څخه غشې نه شو ویشتلاې . خوبیا هم په سوئمبر کې برخه اخیستونکو
ځوانانو بیا بیا هغه راواخست او خپل پنځه غشي یی دهمغې په واسطه په نښې وویشتل
. دحماد نوبت تر را رسیدو پورې یواځي دوه کسه ځوانان دغسې وول چې دخپلو پنځو
پنځو غشو نه یی یواځي یو یو په نښې لګیدلې و
کله چې دحماد نوبت راورسید
نو هغه په شاه نشین باندې ایښودې کمان راواخیست ، یو ځل یی کش کړ ، دهغې جایزه یی
واخیسته ، بیا یی غشې په کې کیښود، نښه یی و نیوله . اوپه پټه ژبه یی وویل : «اې
زما خدایه ! په دې ازمیښت کې راته هم بریا په برخه کړه .» بیا حماد کمان را کش
کړ ، د سترګو یوه کږه زاویه یی ونیوله ، خپله ساه یی تم کړه او تیز تلونکې غشې
یی دنښې په لور ور خوشې کړ ، غشې دنښې په منځ کې ولګید.
دحماد دغه لمړنې غشې
په نښې په لګیدو سره په خلکو کې یو هیجان را پیدا شو هر ځاې خلکو لاسونه پړکول
اودخوشحالۍ نه یی ښکته پورته ټوپونه وهل . د شاه نشین په یوې لور کې ولاړ ایلک
خان هم د حماد په دغه نښه ویشتلو باندی ډیر خوشحاله و، دحماد نه وروسته دوه
نورو ځوانانو هم دنښې منځ وویشت . اوپه دې توګه دحماد تر څنګ څلور نورکسان هم
دنښې ویشتلو دویم پړاو ته ورسیدل .
کله چې اخري ځوان پخپل هدف د سهي ګذار
کولو وروسته فارغه شو نو نندار چیان دخپلو ځایو څخه پورته شول او دراجه دمحل سره
د نښتې میدان په هغو تیږلوړه پاتخو کیناستل چیرې چې د نښو ویشتونکو تر منځ د
تورې مقابله کیدونکې وه . په دې خاطر چې دحماد تر څنګ چې څلور نور ځوانان په
نښه ویشتلو کې بریالی شوي و دهغوې څخه یواځي د یوه د انتخاب له پاره د تورې وهلو
مقابله کیدونکې وه . اودهمدې مقابلې ګټونکې ته ښایسته کرشنان واده کول وو
.
راجه پتهورا د کرشنا او رتنا لاسونه و نیول او دهغې میدان د پاسه د جوړ شوي
شاه نشین په لور راغلل او کیناستل ، چیرې چې دغه مقابلې کیدونکې وې . دا میدان
دکوهي په څیر ګول شکله و. دمیدان څلورو خواو ته دخلکو دکیناستو له پاره دتیږو
پاتخې جوړې کړل شوې وې . دتر ټولو ښکته پاتخې تر مخه یی چې دمیدان دننه برخه
راتله د اوسپني د سیخونو جنګلې او تر څنګ یی اوسپنیزې پنجرې هم را تاوې شوي
وې. ددغو مضبوطو سیخونو دجنګلو لوړوالې د دولسو یا پنځلسو لاسو څخه په
هیڅصورت کم نه و. ددې پنجرو څخه یی په یوې کې یو زمرې بند پروت و خو نورې پنجرې
خالي ولاړې وې .
حماد او هغه نور څلور کسه ځوانان یی دمرګ دغه کوهي ته راوستل
، لمړۍ یی حماد یوې لورې ته ودراوه اودهغو څلورو ځوانانو تر منځ یی مقابله پیل
کړه . دهغوې څخه دوو دوو پخپلو کې د تورې وهلو مقابله وکړه ، خو دا مقابله
دومره اوږده نه شوه ځکه دهغوې څخه دوه ځوانانو خپل مقابل لورې په اسانۍ سره
لاندې کړې و. بیلونکې او نامراده ځوانان ټیټ سره یوې خواته ولاړل او و دریدل .
اوس نو د بریالې شوو دوو ځوانانو ترمنځ مقابله پیل شوه . دې مقابلې کرار کرار په
زړه پورې والې پیدا کړ او تر څنګ یی وخت هم واخیست . بالاخره د نیم ساعت کشمکش
وروسته ددې دواړو ځوانانو څخه یی یو بریالې شو .
بریالي ځوان په ډیرې خوښۍ
سره اوږده اوږده ساه اخیسته ، داسې بریښیده چې هغه به پوره ستومانه شوې و. د راجه
مامورینو هغه یوې لورې ته کیناوه . اوس نو ناکامو شوو درې واړو ځوانانو په نوبت
سره دحماد سره مقابله پیل کړه . حماد ډیر کم وخت کې درې واړه تر پښو لاندې
کړل . تر دې وخته پورې هغه ګټونکې ځوان هم تازه شوې و .
تر یوه وخته پورې دا
مقابله و ځنډیده ځکه چې حماد ته هم د ساه اخیستلو او ارام ورکولو اړتیا وه . د
څه وخت وروسته دحماد اودهغه بریالي شوې ځوان تر منځ مقابله پیل شوه . په لمړیو کې
هغه ځوان په حماد باندی را غوړیدلې واو دخپلې دفاع نه په وتلو سره یی په حماد
باندی جارحانه حملې پیل کړې وې .او حماد یی په خپل مخ کې په میدان کې ګرد
ګرځاوه . په میدان کې ولاړ ایلک خان ډیر پریشانه او غمژن ولاړ و . ځکه چې حماد
یواځي دخپلې دفاع پورې ځان را نغاړلې و.
خو یو ناڅاپه نندارچیان حیران پاته
شول ، ځکه حماد اوس د یوه وحشي په څیر توپانې بڼه خپله کړې وه . ددفاع نه ووت
اوپه جارحانه توګه یی په خپل حریف برید پیل کړ . دهغه په حملو کې دومره تیزوالې
او سختوالې راغلې و چې حریف یی دخپل ځان له پاره ډیرې خطرناکه او تباه کونکې
وګڼلې . اوس نو حماد هغه تر خپلې مخې نڅاوه اوپه ټول میدان کې یی ګرځاوه ، داسې
لکه کوم وینه زبیښونکې حیوان چې خپل ښکار دمیدان د یوې برخې نه بلې برخې ته په
ځغاسته وړي .
په یوه ځاې کې حماد په خپل رقیب باندی ډیر خطرناکه ګذار وکړ چې
هغه په ډیره ستونزمنه توګه په خپل ډال واخیست. حماد سمدلاسه خپل ډال را پورته کړ
او غوښتل یی په هغه مرګون ګذار وکړي خو هغه د حماد ډال هم په خپل ډال باندی
واخیست ، دا د حماد یو چال و ځکه کله چې دواړه ډالونه یو د بل سره ټکر شول نو حماد
دخپل ډال په زور حریف دومره زیات شاته ټیل واهه چې هغه په هوا کې پورته شو او
لاندې په زمکه را پریوت . کله چې حماد ورمخته شواو غوښتل یی ګذار پرې وکړي نو هغه
ځوان سمدلاسه خپله توره وغورځوله اوپه ملاسته ملاسته یی خپل مخ په خپل ډال کې پټ
کړ ، ددې معنا دا وه چې هغه خپله ماتې منلې ده .
د حماد په بریالیتوب باندې
میدان د شور او ځوګ نه ډک شو ، هرې لورې ته دخوشالۍ نعرې وی ، په دې هر څه کې
ایلک خان تر ټولو مخته و .هغه خپل اوسپنیزه نیزه په تخرګ کې نیولې وه اوپه
دواړو لاسو یی چکچکې کولې او دخوشحالۍ او ډاډ څرګندونه یی کوله . کله چې د
راجه مامورینو په هوا کې د لاسونو په خوځولو نندارچیان خاموشه کړل نو راجه
پتهورا دخپله ځایه پورته شو اوپه لوړ اواز یی حماد ته په وینا کې وویل :
« اې
نښه ویشتونکیه ! ته یو زړه ور او بهادر انسان یی ، تا دا سوئمبر ګټلې دې اوس
ته زما د لور کرشنا خاوند یی ،دخپل مخ نه دې نقاب لرې کړه تر څو ووینم چې زما دلور
راتلونکې میړه څه ډول شکل و صورت لري .
حماد خپل سر را پورته ړ اود مخ
څخه یی نقاب لرې کړ ، راجه پتهورا وکوت اوپه ډیره خوشحالۍ یی وویل: بلکل همغسې
څهره او انځور دې کوم چې ما دخپلې لور د راتلونکې میړه له پاره په ذهن کې
ویستلې و.
اې بې جوړه پهلوانه ! خپل او دخپل پلار نوم دې را ته ډاګیزه کړه
تر څو په دغه ډک میدان کې زه ستا او ستا دپلار په نوم ستا دغه فتحه اعلان کړم .
ستاسو دعزت ډیرښت وکړم اوددې اعلان سره سم …..»
راجه پتهورا خپلې خبرې تم
کړې ځکه دهغې دخبرو په منځ کې رتنا په ډیره غصه راپورته شوې وه اوپه خپل پوره قوت
سره چغې کړې اوویی ویل « دا دوکه اوفریب دې ….فریب دې …. دراج کنیا په
سوئمبر کې د قاعدې مطابق یواځي کشتریان برخه اخستلې شي … دغه ځوان چې سوئمبر
یی ګټلې دې دا نه کشترې دې او نه دهندو دهرم سره کومه اړیکه لري …..زه یی ډیر
ښه پیژنم ….دامسلمان دې او حماد بن خلدون نومیږي …..دنیشاپور اوسیدونکې دې
اودلته د سوداګرۍ کار وکسب کوي …»
درتنا په دې انکشاف سره ټوله میله په
خاموشۍاو غم بدله شوه . دکرشنا په مخ باندی هم تر څو لمحو پورې د غم لیکې را
خپرې شوې وې خو ډیر ژر یی خپل ځان سبنال کړ اود هغې په سترګوکې یو ځل بیا
دپخوا په څیر خندا او خوشالۍ نڅا کوله . راجه پتهورا تر څو لمحو پورې په
حیرانتیا کې ولاړ اوحماد ته یی کتل ، خو بیا معلومه نه شوه چې هغه به څه فکر کړې
و چې دهغې کوهې شکله میدان د پاتخو څخه راکیوت او کرار کرار مخته راغې
.
کله چې راجه پتهورا نژدې دولس پاټکي راکیوتې و نو یوناڅاپه د هجوم تر منځ
پشپال هم را پیدا شواودهغه شاه نشین خواته راغې چیرې چې راجه پتهورا ناست و .
دهغې دکتلو سره سم رتنا را پورته شوه او په ډیره خوشحالۍ یی وویل : « را ځه وروره
! پشپال را نژدې شو نو په لاسو کې لوڅې توري نیونکو ساتونکو دهغه مخه ونه
نیوله ځکه هغه ته رتنا د ورور غږ کړې و .»
پشپال د رتنا خواته را غې ، د
راتلو سره سم یی رتنا د لاسو څخه و نیوله او هملته یی په زمکه را وویشته او ورته
یی وویل « ته زما خور نه یی ….ته زما د مور د ګیډې نه نه یی پیدا شوې ….. که
چیرې داسې واې نو نن به دې په دې ډک میدان کې زما او خپل محسن داسې نه رسوا
کاوه …کمینې ،ذلیلي ! هغې ستا د خلاصون په خاطر په دې سوئمبر کې برخه اخستې
ده….هغه غوښتل سوئمبر وګټي او راجه ته ځان را نژدې کړې او دموقع اوفرصت نه
په ګټې سره تا له دې ځایه وتښتوي ….. دماما څوکسه کارکوونکې هم دلته راغلي دي
…هغوې له ماسره کتلي او ټول داستان یی راته ویلې دې ، اودا یی هم را ته ډاګیزه
کړې چې حماد ولې اود څه له پاره په دې سوئمبرکې برخه اخلي . هغه دا ټوله ډرامه
ستا دخلاصون په خاطر پیل کړې ده ….»
پشپال رتنا په سوکانو اولغتو باندی ښه
پسته کړې وه ، رتنا د درد دشدت له لاسه چیغې سورې وهلې ، دلاندې کیوتونکې راجه
قدمونه هملته تم شول ، بیرته را ستون شو اوپه دریم پاټکي و درید اوخپلو ساتونکو
ته یی په سخته لهجه وویل « تاسو څه ته ګورئ ، ختم یی کړئ ،هغې په داسې بربنډه
توګه د د راج محل په ناوې باندی تیرې کړې دې ، داسې ناوې چې په دې ورځو کې به
ددې ولس له پاره ملکه و ګرځي .»
ساتونکې ورمخته شول اوپه یوه ځل یی څو تورې
په پشپال باندې راپریښودې. رتنا ددردونو له لاسه شور وفریاد هم کاوه او ساتونکې یی
هم په پشپال دحملې کولو څخه منعه کول . خو اوس به څه شوي و. دپشپال ټول وجود په
وینو رنګ شوې و اوپه زمکه پروت و.
رتنا دپشپال سره په خپله غیږ کې کیښود او
ورته یی وویل : «وروره ، وروره ! داڅه وشول »
ساتونکې او راجه ټول حیران ولاړ
وو. پشپال سترګې پرانیستې اوپه مړژواندې اواز یی وویل :
«کاشکې … چې ته مې
خور نه واې ، حماد زمونږ ددواړو محسن دې ، تا هغه سپک کړ…هغه یو سهي سلامت مندر
دې … کاشکې ته دهغې مندر دیوداسی واې ،….هغه دنیکۍ او زړه ورتیا دیوتا دې
. کاشکې ته دهغې دیوتا لمانځونکې واې .. ما خو فکر کړې و چې د ارج په ځآې دې
دحماد سره واده وکړم خو تا زما په ټولو هیلو اوبه وشیندلې ،…که چیرې د هغې سره
دې مینه نه شوه کولې نو بیا خو دې دهغې څخه د نفرت کولو هم حق نه درلود . ځکه
چې هغه زمونږ ددواړو محسن دې .»
دپشپال ساه خرابه شوې وه. رتنا خپل دواړه
نازک لاسونه جوړه کړل او ویی ویل : وروره ! له ما خطا شوېده ، اخر زه هم
انسانه یم ، زه له تانه بښنه غواړم …»
پشپال تم تم کیدو کې وویل : « اه
….نه یم خبر چې حماد ته به څه پیښیږي ، ….. که چیرې هغه ژوندې پاته شو نو نو
بیا دهمغه څه دخپلو ګناهونو بښنه وغواړه ….که چیرې هغه دې وبښي نوزما روح به
ارام شي …»
رتنا ورښکته شوه او خپله خوله یی د پشپال په غوږ کیښوده اوپه
ډیر خوږ اواز یی ورته وویل : « وروره ! زه درسره ژمنه کوم چې د حماد څخه به
بښنه غواړم . زه به ستا روح ارام وساتم . زه به دا ژمنه هم درسره وکړم چې زه
به دهغه سره داسې مینه اومحبت وکړم چې هغه به دخپل ژوند ټول ترخه یادونه له
یاده و کاږی . وروره ! زه به یی ددې ځایه د ازادیدو هڅې وکړم . وروره ! تا غوښتل
زه دهغې سره واده وکړم .زه به نن ستا تر مخه هغه ته د میړه غږ وکړم ،بس وروره !
اوس ته خوشحاله اوسه . د نن نه وروسته دارجن سره زما هیڅ ډول اړیکي اویا واسطه
نه شته . زه دهغه سره خپله نکاح ماتوم .
دپشپال له اړخه کوم ځوا ب رانغې ،
هغې واړو را واړوو ، خو پشپال مړ شوې و . رتنا په چغو چغو ژړل ، راجه پتهورا
خپلو ساتونکو ته حکم وکړ ، هغوې راغلل اودپشپال لاش یی واخیست اودهغه ځایه یی
یوړ، رتنا هم غوښتل ددې لاش سره یو ځآي ولاړه شي خو دراجه کسانو هغه ونیوله اوپه
زور یی کینوله ، درتنا حالت ډیر خراب شوې و اوپه لوړ اواز یی سلګۍ وهلې ، خلک هم
پریشانه شوي وو، هغوې په هیڅ نه پوهیدل چې څنګه ژر داسې یو انقلاب مخته
راغئ.
……………………………………………………………………………………………..
پای.
لراوبر: د دې په زړه پوري لړۍ د مينه والو تعداد ته په کتلو سره لراوبر
ډېر ژر دا بشپړه لړۍ د الکترونيک کتاب په بڼه تاسو درنو لوستونکو ته وړاندي
کوي.
له جناب قريب الرحمن سعيد صاحب څخه يوه نړۍ مننه کوم چي د کلونو راهيسي پر
لراوبر ويبپاڼه باور لري او خپل ارزښتناک اثار او ژباړي لراوبر ته د خپراوي په
موخه سپاري.
لراوبر برېښنايي کتابتون: د قریب
الرحمد سعید [د نیشاپور شاهین] ارزښتناک اثر پر لیکه سو