محور ورځپاڼه : بالاخره عبدالله عبدالله خپله ماته ومنل

اسدالله زړه سواند | سپتمبر 5th, 2014


د تحول او همپالني ګډ اته کسيز پلاوي لا هم سياسي مذاکرات پر مخ وړي، خو په همپالني ټيم کي تر اجراييوي پوسټ ور ها خو د نورو ونډو پر سر اختلافونه د ملي وحدت حکومت د جوړېدو پروسه ځنډنۍ کړې.

ويل کيږي، چي د همپالني مخکښ غړي د ونډو په وېش سره جوړ نه سول او بالاخره ځينو له ټیم څخه لار جلا کړې ده.

عطامحمد نور او صلاح الدين رباني د همدغو اختلافونو له امله د عبدالله خپه سوي او مزار ته تللي دي.

د هغه دواړه مرستيالان هم به راتلونکي حکومت کي د برخي پر سر له عبدالله سره په ناندريو اخته دي.

يوې سرچينې محور ورځپاني ته ویلي، د نارنجي اعتراضونو تر ګواښ وروسته په کابل کي د امریکا سفارت عطامحمد نور، امرالله صالح او امان الله ګذز ورغوښتي او ګواښ يې ورته کړی، چي که د پايلو تر اعلان وروسته لږ اړو دوړ هم وليدل سي، نو ټول مسوليت به يې د دوي په غاړه وي: ( وړمه شپه ناوخته عبدالله عبدالله د امریکايي استازو سره په خبرو کي ماته منلې او هغوئ ته يې ډاډ ورکړی، چي که په راتلونکي حکومت کي واوسي او يانه، بحران نه جوړوي، ده ژمنه کړې، چي د خپلو معترضو ملګرو ږغ به هم بدرګه نه کړي)

که څه هم عبدالله عبدالله د اجراييوي پوسټ د صلاحيتونو زیاتولو لپاره هلي – ځلي کوي، خو تر دې سخته د خپلو پلويانو راضي کول دي، چي ممکن واک ته راسي.

په راتلونکي حکومت کي د تقرر لپاره د پنځو بنجشېريانو معرفي کول هم د عبدالله د مرستيالانو د جدي خپګان سبب سوی دی.

که څه هم د تحول او تداوم ټیم تر اوسه دغه کسانو ته د ځانګړو امتيازاتو غوښتني رد کړي دي، خو د همپالني ټيم ټينګار کوي، چي د دوی له لوري بايد امر الله صالح، فضل احمد معنوي، یونس قانوني، او بسم الله محمدي د نوي حکومت به کليدي مقامونو وګمارل سي.

بلخوا محمد محقیق او انجنير محمد خان ادعا کوي، چي د عبدالله عبدالله له خوا د اجراييوي پوسټ به اشغالولو سره نور دوی حق نه لري، چي پاته چوکۍ هم د شمالي ټلوالي په منځ کي وويشي، یعني د عبدالله دواړه مرستيالان پاته چوکۍ خپله ونډه ګڼي.

سل په سلو کي د رايو تر تفتيش ورسوته، چي بهير يې پرون پای ته ورسېد، لا هم د تحول ټيم تر همپالني خورا مخکی دی او دغه جوت توپير ددې سبب سو، چي ملګري ملتونه او امریکا د پايلو منلو په اړه په همپالني ټيم فشارونه زیات کړي.

ملګرو ملتونو او امریکا همپالني ټيم ته ویلي، چي نور يې د هيڅ ډول غير قانوني غوښتنو اورېدو مجال نه سته.

راپورونه وايي، چي تر راتلونکي چهارشنبې به د انتخاباتو اخري پايله معلومه سي او بریالی لوری به د کار پيلولو تابيا ونیسي.

Copyright Larawbar 2007-2024