کور / تازه خبرونه / ق لیګ عوامي نشنل پارټۍ په بې وفایۍ تورنه کړه

ق لیګ عوامي نشنل پارټۍ په بې وفایۍ تورنه کړه

پرون د پاکستان د سنا په غونډه کې هغه وخت ګډوډي رامنځته شوه چې په سنا کې د عوامي نشنل ګوند مشر حاجي عدیل وویل چې غوښتل یې د مخالفینو د مشر په موجودیت کې خبرې وکړي خو داسې ښکاري چې له کوم وخت څخه یې ګوند ټولټاکنې بایللې دي ده هم ورسره زړه بایللی او ډېری وخت د سنا له غونډو ورک وي.


په جواب کې یې کمیل علي اغا چې دا وخت په سنا کې د مخالفینو مشر دی وویل چې \”حاجي عدیل د یو داسې ګوند غړی دی چې هیڅکله یې د پاکستان وجود د زړه له کومې نه دی منلی او د دې ګوند مؤسس  (باچا خان) هیله مند و چې په پاکستان کې ښخ نه کړای شي نو ځکه په جلال اباد کې ښخ کړای شو.\”


دا اړی ګړی په سنا کې په بجټ د بحث په وخت رامنځته شو.