اشرف غنى احمدزى : د عطامحمد نور غوښتنو ته بايد يوازې و خاندم

اسدالله زړه سواند | جولای 2nd, 2014


د افغانستان د ولسمشريزو ټاکنو مخکښ کانديد په يوه خبرې کنفرانس کي د شمالي ولايت بلخ د والي عطامحمد نور هغه څرګندوني خندونکي وبللې، چي د افغانستان د تجزيې او د خپل ټيم د بريا لپاره يې کړي دي.

هغه زياته کړه، چې د بلخ والي د افغانستان په قوانينو خبر نه دى، نو ځکه بايد خپل ځانته حقوقي مشاورين وټاکي.

ډاکټر اشرف غني احمدزى ټېنګار وکړ، چي د ولس په رايو به هيڅ معامله ونه کړي او نه هم سهامي شرکت غواړو.

هغه وويل: ( موږ سياسي مشارکت غواړو، چي د سهامي شرکت سره فرق لري، سياسي مشارکت يعني هر افغان ته په وياړ کتل.)

اشرف غني احمدزي د مطبوعاتي کنفراانس پر مهال د ولسمشريزو ټاکنو د پايلو د ژر اعلان ترڅنګ ټېنګار وکړ، چي نوى ولسمشر بايد د زمري د مياشتي پر يولسمه نېټه خپله لوړه وکړي.

دى وايي، چي د افغانستان خلک او نړيواله ټولنه د ټاکنو د خپلواک کمېسيون له لوري ټاکل سوى مهالوېش په سمه توګه عملي کېدل غواړي، بايد ژر تر ژره قسمي او ابتدايي پايلي اعلان سي.

Copyright Larawbar 2007-2024