کور / تازه خبرونه / افغان پلاوی اسلام اباد ته راغلى

افغان پلاوی اسلام اباد ته راغلى

اسلام اباد: دبي بي سي دخبر له مخې د افغانستان د ملي دفاع وزارت اواستخباراتی چارواکو یو شپږ کسیزه پلاوی، پاکستاني چارواکو سره په امنیتي مسائلو او سرحدي لانجو د خبرو لپاره اسلام اباد ته را رسیدلی دی.یوې سرچینې وویل، چې د افغانستان د ملي دفاع وزارت د عملیاتي چارو مشر جنرال افضل امان په مشرۍ پلاوی به په هغو مسائلو نورې خبرې وکړې، چې اسلام اباد ته تېره اونۍ د ولمسشرحامد کرزي د امنیتي سلاکار رنګین دادفرسپنتا د سفر پر مهال پاکستان سره څېړلې شوې وې.دواړو هېوادونو په امنیتي مسائلو د یوه ګډ کاري ټیم په جوړولو هوکړه کړې وه، چې د پنجشنبی په ورځ په راولپنډۍ ښار کې غونډه په دې ترڅ کې لومړنۍ رسمي خبرې دي.په یاد شوي سفر کې ښاغلی سپنتا د پاکستان لومړي وزیر نواز شریف ته د ولسمشر حامد کرزي یو لیک هم سپارلی و، چی پکې نوموړي ګاونډي هېواد سره په راتلونکي کې د همکارۍ لپاره اووه شرائط او غوښتنې کړې وې.د سپنتا له سفر ورسته کابل کې د ولسمشر دفترد هغه لیک جزیات خپاره کړل، چې د پاکستان لومړي وزیر ته استول شوی و.ښاغلي کرزي په دغه ليک کې په شمالي وزیرستان کې د پاکستان د وروستيو پوځي عملیاتو په اړوند، چې له افغانستان څخه يې د مرستې غوښتنه کړې وه، ویلی و:”د خپل همېشني دريځ پر اساس يې په دې شرط ملاتړ کوم چې ملکي وګړي پکې زیان ونه ويني.'””له ارګ څخه په خپره شوې بیانیه کې ویل شوي و چی ولسمشر پر افغانستان د پاکستاني توپخانې ډزو د درولو غوښتنه هم کړې وه، چې دا به د غونډې یوه مهمه موضوع وي.”له ارګ څخه په خپره شوې بیانیه کې ویل شوي و چی ولسمشر پر افغانستان د پاکستاني توپخانې ډزو د درولو غوښتنه هم کړې وه، چې دا به د غونډې یوه مهمه موضوع وي.افغان پلاوي په داسې حساس وخت د امنیتي مسائلو په اړه خبرې پیل کړې، چې اسلام اباد ګاونډي هېواد څخه د شمالي وزیرستان په روانو عملیاتو کې د همکارۍ د خواست په ترڅ کی پر پوله د کلکو امنیتی ګامونو اخیستلو خواست کړې، چې وسله وال د پولې بلې غاړې ته داخل نه شي.دواړو هېوادونو کې د طالبانو د موجودیت مسله هم د خبرو یوه ټکی دی، چې پاکستانی پوځ وايي پاکستانی طالبانو په نورستان او کونړ کې مرکزونه جوړ کړي دي.کابل وايي، افغان طالبان پاکستان کی موجود دي او هم دغه هېواد کې افغانستان کې د جګړې لپاره پلانونه جوړوي.سپنتا کابل کې يوې خبري ناستي ته ويلي و، چې د افغانستان او پاکستان نوی ټاکل شوی ګډ پلاوی به د پنجشنبې په ورځ په پاکستان کې غونډه وکړي او بیا به د پاکستان لخوا د راکټي بریدونو د څېړلو لپاره کونړ ته سفر وکړي