ټپي زړونه  

د لراوبر اداره | جون 23rd, 2008


تا عادت کړئ چې ما په تیګو وُ لئ
هم ګهیځ او بیګاه په تیګو وُلئ


زما مینه دې هوس وانګیرله
ځکه خپله خپل اشنا په تیګو وُلئ


په اغیار باندې دې هسې باور وکړو
چې خپل سیورئ لکه ما په تیګو وُلئ


ما دې زلفو له ګلونه وو راوړي
ته ګلونه برالا په تیګو وُلئ


ستا له کلي کوره لاړمه کډوال شوم
لا مې اوس هم دهر چا په تیګو وُ لئ


چې ویشتل کوئ خپل ښکار پورته کوه بیا
ټه ټپي زړونه بیابیا په تېګو وُلئ


ما سنګسار کړه خومخ مه اړوه محبوبې
خدمتګار که دې رښتیا په تیګو وُلئ

Copyright Larawbar 2007-2024