کور / تازه خبرونه / امريكا: د اسرائيلو د پوځي تمريناتو په باب پوښتني كوو

امريكا: د اسرائيلو د پوځي تمريناتو په باب پوښتني كوو


امريكايي چارواكي وايي دوى غواړي د اېران د اټومي پروګرام شخړه د خبرو د لاري اواره سي.
د امريكا د خارجه وزارت نطاق سين مك كورمك وايي امريكا كوښښ كوي چي له اېران سره د راپورته سوو مشكلاتو پر سر خبري وكړي.
نوموړي د نيويارك ټايمز د هغه خبر په باب چي اسرائيل د اېران پر اټومي تاسيساتو د بريد پلان لري، وويل امريكا به له اسرائيلو څخه د هغوى د پوځي تمريناتو د هدف په باب ضرور پوښتنه وكړي.
سين مك كورمك وايي په دې كي شك نسته چي اسرائيل د اېران له اټومي پروګرام څخه خطر احساسوي، خو امريكا غواړي دا ستونزه په خبرو حل كړي.
پر اېران د اسرائيلو د ممكنه بريد خبر چي تېره اونۍ په نيويارك ټايمز ورځپاڼه كي خپور سو د نړۍ د بېلابېلو هيوادونو غبرګونونه يې راوپارول.
اېران وايي اسرائيل كه ښه دي، په خپل هيواد كي دي د غير قانوني كړنو مخه ونيسي، دوى پر اېران د يرغل غيرت نه لري.
د اټومي پروګرام د څارني د نړيوال سازمان مشر محمدالبرادعي وايي كه هر هيواد پر اېران د اټومي پروګرام د مخنيوي په بهانه بريد وكړ، دى به له خپلي دندي استعفا وكړي. البرادعي وويل پر اېران يرغل به نړۍ له غټو خطرونو سره مخ كړي.