کور / تازه خبرونه / صناعتي خبر: جاپان د بې تيلو موټرانو توليد شروع كړ

صناعتي خبر: جاپان د بې تيلو موټرانو توليد شروع كړ

 




د جاپاني موټرانو هونډا كمپنۍ خبر وركړ، چي د بې تيلو موټرانو په توليد يې شروع وكړه.
د ايف، سي، ايكس كليرټي په نوم دغه څلور نفري موټر به د تيلو پر ځاى د ګاز او برېښنا په ذريعه چلېږي، چي د كارپوهانو په وينا له امله به يې په نړۍ كي د هوا د مخ په ډېرېدونكي چټلتيا مخنيوى وسي.
د هونډا كمپنۍ وايي دغه موټران به د پترولي او ډېزلي په نسبت درې چنده لږ مصرف كوي .
 له هونډا كمپنۍ څخه د خپرو سوو معلوماتو له مخي تر اوسه يې په ابتدايي ډول ۲۰۰ موټران جوړ سوي، چي په را روانه مياشت كي به په كلفورنيا او د روان كال په وروستيو كي به په چاپان او د نړۍ په نورو بازارونو كي خرڅلاو ته وړاندي سي.
ويل كېږي د هاليووډ مشهور لوبغاړى جيم لي كرټس د دې موټر له لومړنيو مشتريانو څخه دئ.