کور / تازه خبرونه / بنسټپالو جنګياليو ۱۲ كسه مړه او ۱۵ هلكان وتښتول

بنسټپالو جنګياليو ۱۲ كسه مړه او ۱۵ هلكان وتښتول


د جنوبي وزيرستان له واڼې څخه وركړل سوي خبرونه وايي د ځايي اوسېدونكو او وسله والو ترمنځ جنګ كي ۱۲ تنه مړه او لس نور ټپيان سول.
د چارواكو په وينا د واڼې په ايف آر جنډوله سيمه كي د سيمي د امن په باب د قومي مشرانو جرګه روانه وه، چي قبايلي طالبانو ورباندي بريد وكړ، او پر پورتنۍ مرګ ژوبلي سربېره وسله والو طالبانو ۱۵ هلكان ورسره وتښتول.
پوليټيكل چارواكي وايي د امن پر جرګې تر بريد وروسته ټوله سيمه د قبايلي طالبانو لاسته لوېدلې ده.