کور / تازه خبرونه / پوليسو له يوه كوره څلور مړي را و ايستل

پوليسو له يوه كوره څلور مړي را و ايستل


د جاپان پوليس وايي د سې شنبې په ورځ يې د ټوكيو په شمال لوېديځه سيمه كاشيوا كي له يوه كور څخه څلور مړي را و ايستل.
د پوليسو په وينا يوه نامعلوم كس ورته ټليفون وكړي، چي د يوې كورنۍ ټولو غړو ځان وژنه كړې ده، پوليس چي سيمي ته ورغلل په يوه كور كي تر تلاښۍ وروسته يې دغه مړي وموندل.
پوليس وايي د دغو كسانو د وژني علت معلوم نه دئ، خو په باب يې تحقيقات روان دي.
له څلورو مړو څخه يو ماشوم، دوې ښځي او يو هم ۵۰ كلن نارينه دئ.