د کندهار او سنګین د برېښنا د مزي تړلو مسول ووژل سو
د کندهار – کجکي او کجکي – سنګین د برېښنا د لین ( مزی ) مسول حاجي محمد نبي د ماین په چاودنه کي وژل سوی دی.
هغه، چي د سنګين ولسوالۍ د برېښنا امر هم وو، نن سهار لس بجې د سنګين ولسوالۍ په شکر شلې سیمه کې د پرې سوي لین د ترمیم پر مهال د ښخ سوي ماین په چاودنه کي ووژل سو. د کندهار د برېښنا مسولین وايي، چي حاجي محمد نبي په سیمه کي په هرو حالاتو کي د لين جوړولو هڅه کول او د هغه وژل کېدل یوه لویه ضایع بولي.